سیاسی

نړۍ خپله اقرار کوي

نړۍ خپله اقرار کوي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په امنیتي، ټولنیزو، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې پراخ مثبت بدلونونه راغلي او دغه اقرار د ډېرو معتبرو ڼړیوالو شخصیتونو، سازمانونو او ادارو له لوري شوی دی.

نړۍ خپله اقرار کوي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په امنیتي، ټولنیزو، اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې پراخ مثبت بدلونونه راغلي او دغه اقرار د ډېرو معتبرو ڼړیوالو شخصیتونو، سازمانونو او ادارو له لوري شوی دی. د بېلګې په توګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دوکتور مطلق القحطاني په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د کتنې پر مهال د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی او د نړۍ له لوري یې له کابل سره پر تعامل کولو ټینګار کړی دی.

اوس خبره داده، چې څنګه کولی شو پوه شو چې ریښتیا هم په افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ دی او دغه راز د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي.

د دې پوښتنې سم ځواب دا دی چې د بهرنیو هېوادونو ګرځندویان هغو هېوادونو او د نړۍ هغو سیمو ته سفر کوي، چې هلته یې امنیت خوندي وي او د ګرځېدو را ګرخېدو آسانتیاوې ورته برابرې وي.

دغه راز د نړۍ هېوادونو او نړیوال شرکتونه په هغو هېوادونو کې غواړي پانګونه وکړي، چې امنیت یې خوندي وي او د پانګونې لپاره ورته امکانات برابر شوی وي.

نو د افغانستان اسلامي امارت د واک په تېرو دوه کلونو کې ولیدل شول، چې هېواد ته زرګونه بهرني سیلانیان راغلل او دغه راز ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو او شرکتونو یا په افغانستان کې پانګونه وکړه او یا یې هم د پانګونې د کولو خبر ورکړی.

نو دغو مواردو ته په کتو ویلی شو، چې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي دوکتور مطلق القحطاني خبرې سمې او پر ځای دي، د نوموړي ترڅنګ د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو، سازمانونو، سیاسي لوړپوړو چارواکو لکه د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن هم په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی.

د نړیوالو له لوري افغانستان کې د امنیتي حالت پر ښه والي سربېره د اقتصادي مدیریت پر ښه والي هم اقرار شوی، لکه د نړیوال بانک وروستۍ راپور، چې وایي افغانستان کې د انفلاسیون کچه تیټه شوې، د خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ښه شوی، افغانستان پر واردېدونکو توکو تعرفه کمه شوې، په کوردننه د خوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، بانکي خدماتو کې اسانتیاوې راغلي، سوداګریزو شرکتونو لپاره سهولتونه منځته راغلي، کاري فرصتونه زیات شوي، د صادراتو ترڅنګ په وارداتو او ملي عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د دولتي مامورینو معاشات پروخت ورکول کیږي او خلکو ته د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې د پام وړ ښه والی راغلی.

د نړیوال بانک دغه راپور چې د اسلامي امارت له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ستایل شوی هم دی، ښيي چې د افغانستان وضعیت مخ پر ښه والي روان دی او د دغه پر مختګ ستر لامل د حکومت له لوري له فساد او نشه یي توکو سره رغنده مبارزه یادولی شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *