اخبارافغانستان

د اوبو او انرژي وزير د نغلو لمريزې برېښنا پروژې څخه لېدنه وکړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزير الحاج ملا عبداللطيف منصور د نغلو د 10 ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې څخه لېدنه وکړه او د دغې پروژې د چارو پرمختګ يې د قناعت وړ وباله. ښاغلي منصور د دغې پروژې د لېدنې پرمهال له اړوندو مسٶلينو سره يې د کيفيت او  ارزښت په هکله خبرې،اترې وکړې. د يادونې وړده،چې د نغلو 10ميګاواټه لمريزه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له پروژو څخه يوه پروژه ده،چې د عوفي بهرام د کانونو را اېستلو اوپروسس شرکت په پانګونې سره په سيمه کې پلي کېږي. د دغې پرورژې چارې تر اوسه پورې 75 سلنه پرمخ تللې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *