اجتماعی

د بې کیفیته توکو مخنیوی یو لومړیتوب دی

له شک پرته چې په ټوله کې هیواد ته له بهرنیو هیوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: (تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیر کیږي، نو باید چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هیواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړل شي.

شاه محمود درویش

له شک پرته چې په ټوله کې هیواد ته له بهرنیو هیوادونو څخه د بې کیفیته توکو لکه: (تیل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو) مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو څخه شمیر کیږي، نو باید چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هیواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړل شي.

همداراز هغه شمیر اشخاص او افراد چې په ټوله کې غواړي له ګاونډیو ملکونو څخه بې کیفیته توکې په غیرقانوني او قاچاقي ډول هیواد ته وارد کړي د دوئ مخه دې هم په پوره جدیت سره ونیسي او عاملین دې ورته ګرفتار او د مجازاتو په موخه دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي، البته د یادونې وړ ده چې د هیواد د سټنډرډ ملي ادارې د خپل استقامتي مسوولیت له مخې هڅه کړې چې په پوره جدیت سره هیواد ته د بې کیفیته تیلو د داخلیدومخه ونیسي چې له نیکه مرغه دغه اداره توانیدلې ډیری بې کیفیته تیل چې ددې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود تثبیت او بیرته یې اړوندو هیوادونو ته مسترد کړي، هیره دې نه وي چې په دې وروستیوکې د سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. همداشان یادې ادارې له ټولو ســوداګرو څخه هم غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

همداشان د یادونې وړ ده له نیکه مرغه چې د هیواد دملي سټنډرډ د ادارې ترڅنګ د اسلامي امارت د اړوندو مسوولو ارګانونو د جدي څارنې، کنټرول او تفتیش په لړ کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو په حواله  ډیرې داسې خبرونه خپریږي چې د یادو مراجعو د مسوولو ټیمونو د هڅو په لړ کې له مختلفو درملتونونو څخه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل، همداراز له دوکانونو او هټیوالو څخه هم بې کیفیته او تاریخ تیر خوراکی توکي په پرله پسې ډول را ټول شوي او په عام محضر کې سوځول شویدي، چې د روښانه بیلګې په هکله یې په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله داسې ویل شویدي: کابــل ښــاروالۍ د کابل ښــار له بازارونــو څخه د زیات شــمېر بې کیفیتــه خوراکي او غیــر خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکړی دی. ســرچینې د یــوې خبرپانــې پــه خپرولو سره ویلي، چې د ښاریانو د روغتیا خوندیتــوب په موخه، د لومــړۍ ناحیې مســوولینو د خپلو وروستیو څارنو په تــرڅ کې د دې ناحیــې له بازارونو څخــه ۲ زره ۲۰۰ کیلو ګرامه بــې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکــې، چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسیدلې وه، او یو شــمېر لوډیسپیکرونه، چې د غږیزې ککړتیا لامــل ګرځیدلي وو راټول او د له منځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته لېږدولي دي.

دخبرپاڼې د مالوماتو له مخې په راټولو شــویو موادو کې، شیدې، پېروی، آچار، د لوبیا او نخودو کنسر، چپس، چاکلېټ، بسکوېټ،شــامپو، صابون، ډول ډول غیر الکولي مشروبات او کیچپ شامل وو، کابل ښــاروالۍ له ښاریانوغوښتنه کړې، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د اخیســتلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته پاملرنه وکړي. سرچینــې همدارنګــه، ټولــو پلورونکــو تــه سپارښــتنه کــړې، چــې د بــې کیفیتــه او تاريــخ تېــرو توکو لــه اخیســتلو څخه په کلکه ډډه وکړي.له شک پرته چې دا واقعآ ډیر ښه کار دی او په ټوله کې هیوادوال په دې برخه کې د مسوولو ارګانونو کړنې ستایي او په دې برخه کې یې په پوره جدیت د چارو د پرمخ وړلو هیله او غوښتنه کوي، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تیرخوراکی ډول ډول توکو او درملو پلورل سره له دې چې غیر قانوني عمل دی ، ددې ترڅنګ د هیوادوالو په ژوند لوبې کول دي، ځکه که چیرې زمونږ هیوادوال د اړتیا پرمهال له دغه بې کیفیته او تاریخ تیر توکو څخه استفاده کوي، نوله شک پرته چې د دوئ ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي، ددې ترڅنګ هغه خوراکی توکي چې بې کیفیته او تاریخ تیر دي دهغو څخه استفاده هم زمونږ قدرمنو هیوادوالو ته مصمومیت، ډول ډول ناروغي او مختلفې ستونزې را منځته کوي او حتی د هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي.بنآ په ټوله کې هیوادوال د اسلامي امارت له مسوولو مراجعو څخه په پوره جدیت ددې هیله او غوښتنه لري چې په لومړي ګام کې د هیواد په بندرونو او سرحدي سیمو کې هیواد ته د هیڅ ډول غیر سټندرد او بې کیفیته توکو د داخلیدو اجازه ورنه کړي او ترڅنګ یې په ټوله کې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د اړوندو مراجعو له لورې باید په پرله پسې ډول درملتونونه، دوکانونه، هټۍ او … په پوره جدیت کنټرول شي او هر هغه اشخاص او افراد چې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د پلورلو هڅه کوي، د دوئ درملتونونه، دوکانونه، هټۍ … مهرولاک او یادکسان (افراد اواشخاص) دې هم د خپل ناوړه عمل د سزا په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپیژني ترڅو په ټوله کې په هیواد کې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو دشتون مخه ونیول شي او په راتلونکی کې دقدرمنو هیوادوالو روغتیایي مصئونیت هم له هیڅ ډول ګواښ سره مخامخ نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن