افغانستان

کونړ؛ د ۳۸ میلیونو افغانیو  په ارزښت د سړکونو ترمیم شوی

د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وایي، د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د وزرات  رهبرۍ له لوري د درې یا څلور پروژو، چې د سړکونو تر میم چارې  پکې شاملې وې، چې د څه باندې ۳۸ میلیونو افغانۍ په ارزښت د وزرات له بودیجې څخه ورکړل شوي دي.

د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسؤلین وایي، د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د وزرات  رهبرۍ له لوري د درې یا څلور پروژو، چې د سړکونو تر میم چارې  پکې شاملې وې، چې د څه باندې ۳۸ میلیونو افغانۍ په ارزښت د وزرات له بودیجې څخه ورکړل شوي دي.

د کونړ ولایت د ټولکټو چارو رئیس مولوي قدرت الله معاذ د انیس ورځپاڼې خبریال ته په یوه ځانګړې مرکه کې و ویل: د کونړ جلال اباد عمومي سړک چې خورا مهمه لار ده د بیا روغونې لپاره ۱۱ میلیونه افغانۍ ورکړل شوي. چې استنادي دیوالونه، په ځینې ځایونو کې د سړک پراخولی او

سیند ته لوی دیوالونه جوړ شوي، چې ۹۵ سلنه کارونه یې تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دامهال په کونړ ولایت کې ۵۱۲ کیلومتر سړکونه موجود دي چې کله نا کله د بارانونو او سیلابونو  له امله تیږې راځي چې یاد سړکونه تړل کېږي، هر ځای چې ستونزه رامنځته شي په وخت رسېدنه کېږي او ستونزه یې همغه وخت حل کېږي او د دې تر څنګ د کونړ په  سیند شل لوی پلونه موجود دي چې د نوموړي پلونو څخه همېشه نظارت کوو، چې تخریب نشي.

همدارنګه مولوي قدرت الله معاذ زیاتوي، چې د خاص کونړ او سرکاڼو ترمنځ چې کوم سړک غځېدلی او یو څه ستونزې لري، په نږدې راتلونکو ورځو کې به د ټولکټو چارو ریاست د پرسونل او وسایلو په واسطه ورغول شي او همداشان یاد ریاست په ټولو اړینو وسایلو سمبال دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *