اخبارافغانستان

د احصایې او معلوماتو ملي اداره:  پروان کې تېر کال څه باندې ۹۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلې؛ د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په تیر ‍‍۱۴۰۲ کال کې ۹۰ زره او ۱۴۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې، چې ۳۶ زره او ۱۳۳ برېښنایي او ۵۴ زره او ۱۰ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي شفیق الله شهزاد ویلي؛ چې هره ورځ ۵۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه دغه رياست ته مراجعه کوي.

ښاغلی شهزاد زیاته کړې، چې د مرکز په ګډون د ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې 6 زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او 7 زره او ۱۷۹ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په چاریکار ښار او دویمه څانګه د غوربند درې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې ده.

په یادو څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت او د پېژندپاڼې تجدید) هم وړاندې کېږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *