افغانستان

۲۴۵ ټنه بې کیفیته درمل، روغتیايي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د یادې ادارې مسئولینو ویلي، چې تېر کال کې له درملتونونو، د درملو وارداتي شرکتونو، درملو او خوراکي توکو له تولیدي فابریکو د څارنې پر مهال، څه باندې ۲۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره درمل، روغتیایي محصولات او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ تېر کال کابل ښار کې له ۴ زره او ۵۳۶ درملتونونو څارنه شوې، چې په پایله کې یې۷۷۱ درملتونونه د قانوني سرغړونو له امله تړل شوي، ۱۸۰ ته سپارښتنې شوي او ۱۲۶ نورو درملتونونو ته اخطار نامې ورکړل شوې دي.

د یادې ادارې مسولین زیاتوي، چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ د ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او د همدې لپاره یې په دې برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

دغه راز د غذايي مصؤنيت له پلوه خوندي او ډاډمنو خوړو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه زیاتې هڅې شوې، چې له امله یې د ادارې په چوکاټ کې د خوړو خونديتوب عمومي رياست رامنځته شوی دی.

د خوړو او درملو ملي ادارې مسولینو زیاته کړه، چې په وروستي یوه کال کې ۱۹۶ عمده درمل پلورنځيو، ۱۵۶ وارداتي شرکتونو ، ۱۰ تولیدي فابریکو او ۱۴۲ د درملو وارداتي شرکتونو او د تولیدي فابریکو استازولیو ته د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي دي.

د دې تر څنګ ۲۱۴۰۲ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې او ۱۰۷۹۶ قلمه درمل او روغتیايي محصولات قېمت ګذاري شوي دي.

د دوی په وینا؛ په لابراتوارونو کې د خوراکي توکو، درملو او څښلو اوبو، ۵۲۰۹۹ نمونې تجزیه شوي، چې ۴۹۸۵۷ د درملو، ۱۳۹۱ خوراکي توکو ۸۵۱ د څښلو اوبو نمونې دي او د دې ازموینو پایله کې ۸۱۲ نمونې د مختلفو دلایلو له امله مسترد شوي دي.

د دې تر څنګ درملیزو او خوراکی تاسیساتو ته د جواز ورکول، د درملو او خوراکی توکو ثبت، د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه او د پروسس شویو غذايي موادو ثبتول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *