اخبارجهان

جوبایډن: تمه ده غزه کې اوربند ژر اعلان شي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دی تمه لري د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې غزه کې روانه جګړه تر پینځو میاشتو اوږده شوه او ښکېلې خواوې لا هم لګیا دي تر څو د اوربند پر ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر یوې پایلې ته ورسېږي.

د اسرائیلو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس ترمنځ روانه جګړه کې ډېره بیه فلسطیني ملکي وګړو پرې کړې او تر دا مهاله یې ۳۰ زره او ۸۷۸ تنه شهیدان او ۷۲ زره ۴۰۲ تنه ټپیان ورکړي دي.

خو بلخوا بیا سي اېن اېن په غزه کې د یو حاضر خبریال له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي الوتکو د د جمعی ورځ له هوا څخه د مرستو کارتنونه له تخنیکي چمتووالي پرته د خلکو پر سر اچولي او مرستو ته سترګې په لاره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خبریال ویلي، دغه حالت یې په خپلو سترګو لیدلی خو امریکایي چارواکو دغه ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي، چې د مرستې رسولو دغه هوایي عملیات یې په بریالیتوب ترسره کړي دي.

غزې ته د بشري مرستو رسولو هوایي عملیات لومړی اردن او بیا ورپسې ځینې نورو هېوادونو ترسره کړي، چې په لړ کې یې تر ټولو اړین مواد خلکو ته رسول کېږي.

خو غزه کې د بشري مرستو رسولو ځینې سازمانونه وایي، سیمه کې حالت تر هغې ډېر خراب دی، چې فکر یې کېږي او باید د روژې په رارسېدو سره د لا ډېرو مرستو ترسره کولو او غزې ته یې د رسولو زمینه برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن