صحت

تور زېړی؛ هغه خطر چې هرچا ته په کمین کې دی

د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د تور زېړي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي او ډېری خلک یې د خاموش وژونکي په نوم هم پېژني.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د تور زېړي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي او ډېری خلک یې د خاموش وژونکي په نوم هم پېژني.

زه د هرات د انجیل ولسوالۍ یوې لرې پرتې سیمې « سراسیاب» کلي ته راغلې یم، دلته له هغې شپږ کسیزې کورنۍ سره وینم، چې غړي یې په تور زېړي اخته دي.

د دې کورنۍ مور بې بي نوره نومېږي، ما د چینې په غاړه په داسې حال کې ولیده، چې زېړې بوشکې یې له اوبو ډکې کړې وې.

دې د اوبو څکلو راته وویل او زه هم ورسره کېناستم. له څو غړپه اوبو څکلو وروسته مې له هغې سره خبرې پیل کړې او خپل درد یې داسې بیان کړل.

« اوه کاله کېږي، چې تور زیړی لرم، یو کال وشو، پوه شوې یم، چې لوڼه او زامن مې هم تور زېړی لري، یوې لور مې سمه اشتها نه درلوده؛ ډاکټر ویل چې معاینات یې وکړه، چې معاینات مو وکړل، نو تور زېړی وو.»

بي بي نورې زه د خپل کور انګړ ته هم بوتلم؛ هغه کور چې یوازې په کې ناروغان پراته دي.

هغې د خپلو اولادونو سخت حالت ته وکتل، په سترګو کې یې اوښکې راغلې او په ژړغوني غږ یې وویل:« زما د کورنۍ شپږ غړي تور زېړی لري، زه، دوه لوڼه او درې زامن مې؛ ټول په تور زېړي اخته یوو، یو زوی مې ۱۶ کلن دی، بل ۱۱ کلن دی او بل ۸ کلن.»

د دې کورنۍ پلار عبدالله هم روغ نه دی؛ دی چې د کوټې په یو کونج کې په زنګنونو ناست دی وايي، له کلونو راهیسې د ګردو تکلیف لري.

“زه پخپله ناروغ یم او هیڅ نه شم کولی. په کور کې ټول ناروغان دي، زما پنځه ماشومان او د دوی مور ناروغه دي. له بده مرغه زه د کورنۍ یوازینی سرپرست یم. کومې پیسې چې زه پیدا کوم هغه په درملو مصرفوم. “

عامه پوهاوي ته اړتیا!ٔ

له بل لوري د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، لاهم د تور زېړي په اړه ورته کافي معلومات نه ي ورکړل شوي.

د هرات اوسېدونکی عبدالله یاري وايي، د هرات ډیری اوسېدونکي فکر کوي چې تور زیړی یوه وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري.

« زه له مسئولو چارواکو غواړم چې په دې برخه کې له مختلفو لارو عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو خلک وپوهېږي، چې تور زېړی یوه وژونکې ناروغي نه ده؛ بلکې د درمنلې وړ ده او پرې اخته کس باید ډاکټر ته ورشي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر اصف کبیر وايي، د عامه پوهاوي ټیمونه یې په ولسوالیو او ټولو روغتیايي مرکزونو کې د ساري او په ځانګړي ډول د تور زېړي په اړه خلکو ته معلومات وړاندې کوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو دوه کلنو او څلورو میاشتو کې شاوخوا ۲ زره او ۷۱۴ کسان په دغه ولایت کې په تور زېړي اخته شوي دي.

تور زیړی څه شی دی؟

ډاکټران وايي، تور زېړی یوه ویروسي ناروغي ده چې د ځګر د التهابي کېدو سبب کېږي.

د عامه پوهاوي نه شتون، د حفظ الصحې نه مراعتول، له ناروغ کس څخه روغ کس د وینې او یا هم جنسي اړیکې له لارې د ویروسونو انتقال د خلکو په منځ کې د تور زېړي د خپرېدو اساسي علتونه بلل کېږي.

د ډاکټرانو په وینا، د ځیګر پړسوب په پنځه ډولونو ( (A,B,C,D,Eوېشل شوی چې سي او بي ډولونه یې د زېړ او تور زېړي په نومونو یادېږي.

په هرات کې د انتاني ناروغیو د روغتون متخصص ډاکټر همایون واحدي وايي:«

« ۹۵ فیصده هغه کسان چې تازه په تور زېړي اخته شوي وي، د یوې نیمې یا دوه میاشتو په جریان کې ښه کېږي او پنځه فیصده هغه کسان چې پخوا پر دغې ناروغۍ اخته شوي وي، درملنه یې یو څه ستونزمنه ده.»

واکسین

په هرات کې د واکسيناسيون رياست چارواکي پر خلکو غږ کوي چې د تور زيړي لپاره معاینه وکړي او ټينګار کوي چې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره بايد واکسين وکارول شي.

د هېواد په لوېديځه حوزه کې د واکسيناسيون رئيس ډاکټر عبدالواحد رحماني وايي، په هرات کې د واکسينونو مرکزونه فعال دي او خلک کولاى شي ګټه ترې واخلي.

له ټَولو کورنیو هیله کوم چې یو ځل د تور زېړي معاینه وکړي، که پایله یې منفي وه، نو خپل ځان او کورنۍ باید واکسین کړي.»

په ورته وخت کې د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم خلکو ته د کرونا واکسین په وړیا توګه وېشل کېږي، خو د تور زېړو واکسین په خلکو پلورل کېږي.

د هرات یو اوسېدونکی نذیر هاشمي له روغتیايي چارواکو غواړي چې خلکو ته د تور زېړي واکسین په وړیا او یا هم په ارزانه بیه برابر کړي.

د تور زېړي واکسین زیات مهم دی، مسئول چارواکي یې باید قیمتونه راټیټ کړي او یا یې هم خلکو ته په وړیا ډول وویشي، ترڅو په هېواد کې د تور زېړي پېښې را کمې شي.

د یادونې وړ ده چې د تور زېړي ناروغي په ټوله کې د درملنې وړ ده؛ خو روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې پر دغې ناروغۍ اخته کس باید واکسین او په بشپړ ډول تر درملنې لاندې ونیول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *