جهان

ډهلي کې د شانګهای سرمشریزه په انلاین بڼه بدله شوه

هند اعلام وکړ چې په ډهلي کې د جولای پر ۴مه د شانګهای سازمان سرمشریزه به د مخکيني پلان خلاف پر انلاین بڼه جوړه شي.

هند اعلام وکړ چې په ډهلي کې د جولای پر ۴مه د شانګهای سازمان سرمشریزه به د مخکيني پلان خلاف پر انلاین بڼه جوړه شي. سږ کال د شانګهای سازمان سرمشريزه هند کوي. په پام کې وه چې د چین ولسمشر شي جن پېنګ، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي. د هند حکومت د دې غونډې په چمتوالي بوخت و او د شانګهای سازمان غړو هېوادونو ډېرو مشرانو ته یي ډهلي ته د ورتګ بلنې هم لېږلې وې خو پرېکړه یو ناڅاپه بدله شوه. د هند ‹د هندو› انګریزۍ ورځپاڼې د شانګهای سازمان مشرانو ګونګ او بدلېدونکی حالت د دې لامل بللی دی. بل دلیل له چین او پاکستان سره د هند خړې اړیکې هم بلل کېږي. خو ‹د هندو› انګریزۍ ورځپاڼې لیکلي چې د دې یو دلیل ډهلي ته د بلل شویو هېوادونو د مشرانو په ورتګ شک دی چې که ورنه شي د کوربه توب رنګ به پیکه وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *