افغانستان

افغانستان له پاکستان سره دکرکټ یو ورځنۍ سیالۍ کوي

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډونو روانه میاشت د دغو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ مهالویش اعلان کړ.‌

د افغانستان او پاکستان کرېکټ بورډونو روانه میاشت د دغو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ مهالویش اعلان کړ.‌

دغه لوبې د اګست میاشتې پر ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه

دافغانستان په کوربتوب  شري‌لنکا کې کېږي.‌

ټاکلې د پیل ۲ لوبې د شري لنکا په سویلي همبانتوتا او وروستۍ د پلازمېنې کولمبو لوبغالي کې وشي.‌

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبلړۍ داسې مهال پلان شوې چې ورپسې را روانو میاشتو کې د اسیا جام او ‌ نړیوال جام مهمې سیالۍ هم را روانې دي.

د افغانستان کرېکټ‌بورډ‌ چارواکي‌ هیله من دي‌ چې دا لوبلړۍ به راتلونکو سیالیو ته د افغان لوبډلې چمتووالي کې مرسته وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس میرویس اشرف ويلي “د افغان ملي لوبډلې لوبغاړي دغو سیالیو ته په بشپړ ډول چمتو دي او دا چې په دې وروستیو کې یې بنګله دېش ته د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ماتې ورکړه نو د پاکستان پر وړاندې سیالیو کې به هم په لوړ مورال سره ولوبیږي.”

د یادونې ده چې د اسیا جام سیالۍ د اګست په وروستیو کې پيلېږي.‌

د پاکستان کرېکټ بورډ‌ هم ویلي، چې له افغانستان سره دا لوبې به د بابر اعظم په مشرۍ د دوی ملي لوبډلې سره دغه جام ته په چمتووالي‌ کې مرسته وکړي.‌

پي‌سي‌بي زیاته کړې چې د دوی لوبډله به د اګست پر ۱۷مه شري‌ لنکا ته ولاړه شي او له افغانستان سره تر سیالیو مخکې به د همدې میاشتې پر نوولسم، شلم او یویشتمه خپل تمرینات وکړي.‌

افغانستان او پاکستان تر اوسه دغو سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان کړې.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو تر اوسه په خپلو کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه ده کړې خو څلور ځله سره مخامخ شوې او څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د دوی وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې وه.‌

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ هم د روان کال په مارچ میاشت کې شوې وه،‌ چې افغانستان ۲-۱ وګټله.‌

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *