سیاسی

امریکا باید د افغانستان د فضايي حریم درناوی وکړي

دا د یو خپلواک هېواد او نړیوالې ټولنې  د یو غړي په توګه د افغانستان حق دی، چې هوایي او ځمکني حریم ته یې درناوی وشي.

دا د یو خپلواک هېواد او نړیوالې ټولنې  د یو غړي په توګه د افغانستان حق دی، چې هوایي او ځمکني حریم ته یې درناوی وشي.

د باختراژانس مبصرلیکي: افغانستان یو خپلواک هېواد دی اوسیاسي جغرافیه یې تعریف شوي حدود لري او کله چې نور هېوادونه له افغانستان څخه خپلې خاورې ته د درناوي کولو تمه لري، افغانستان هم له نړۍ څخه ورته تمه لري.

په دې اړه له العربیه شبکې سره د ملي دفاع د سرپرست وزیرمولوي محمد یعقوب مجاهد څرګندونې کري ده.

مجاهد له العربیه شبکې سره په خبرو کې یو ځل بیا د امریکا متحده ایالات د افغانستان هوایي حریم ته په نه درناوی کولو تورنه کړه او غوښتنه یې وکړه چې دغې چارې ته باید ژر تر ژره د پای ټکی کېښودل شي.

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات د یوې منظمې نړۍ د جوړېدو شعار ورکوي خو له بده مرغه دغه هېواد د افغانستان فضايي حريم څخه په سرغړونې سره نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي او لا هم د امریکا بې پیلوټې او نورې پوځي الوتکې د افغانستان پر فضا دورې وهي.

پر افغانستان د امریکايي بې پیلوټه الوتکو الوتنې هېڅ دلیل او توجیه نه لري او هغه د افغانانو له جاسوسۍ او د نړیوالو کنوانسیونونو له پامه غورځولو پرته بل نوم نه شو ورکولای.

که دلیل دا وي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د دغو ډلو فعالیتونه څاري، باید وویل شي، چې دا ډول څرګندونې او شکونه چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري، فرضي او خیالي دي او هېڅ اساس نه لري او د دې خبرې ثبوت چې په افغانستان کې هېڅ کومه ترهګره ډله شتون نه لري د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې دي، چې ویلي یې دي افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون  نه لري، کله چې جوبایډن افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه شتون خبره کوی نو پر هوایي حریم د بې پیلوټه او نورو امریکایي الوتکو الوتنې په څه مانا؟

که نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله اندېښنه لري، نو اسلامي امارت د نړۍ له هرهېواد سره خبرو ته چمتو دی.

د هېوادونو هوایي حریم ته د درناوي په برخه کې نړیوال تړونونه شتون لري چې د ملګرو ملتونو ټولو غړو منلی او لاسلیک کړی دی، چې باید د دغو تړونونو پر بنسټ د افغانستان هوایي حریم ته درناوی وشي.

دلته د ملګرو ملتونو منشور ځینې مادې را اخلو چې د هېوادونو هوایي حریم ته د درناوي په اړه ښکاره ټکي لري،

د ملګرو ملتونو منشور دویمه ماده، ۴ مه فقره: هېوادونه ملزم بولي، چې باید د هر هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ګواښ، زور کارولو او یا له هرهغه میتود څخه، چې په نړیوالو اړیکو کې د ملګرو ملتونو د اهدافو خلاف وي، ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د منشور دویمه ماده اوومه فقره: غړي هېوادونه مکلف دي، چې د هېڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

دا ټول موارد ښيي چې امریکا د نورو د فضايي حریم څخه په تیریدو سره له خپلو ژمنو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه کوي او هغه هېوادونه چې خپل فضایي حریم یې د امریکا د تیري پرمخ خلاص ساتلي ،هم د دې سرغړونې ګډونوال دي.

نن ورځ په نړیوالو اړیکو کې د یوه نوي نظم د رامنځته کولو خبره ده او پردې ټینګارکېږي، چې هره ستونزه اومشکل دې  د خبرو اترو له لارې حل شي، په داسې حال کې چې امریکا هڅه کوي په زوراو جبرسره خپلې موخې ترلاسه کړي او یا خپلې غوښتنې تحمیل کړي، چې دا کار د هېوادونو ترمنځ د اړیکو منطق نه شي تعریفولی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *