افغانستان

د کرنې د ودې او حاصلاتو لپاره د بازارموندنې په موخه هوکړه وشوه

د یاد وزارت مسئولین وايي، د کرنې او مالدارۍ له خونې سره به په ګډه د کرنې او کرنیزو محصولاتو پرمختګ او بازار موندنې لپاره کار وکړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاالله عمري وایي، د کرنې په برخه کې لومړيتوب باید دا وي چې د هېواد بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه برابر کړل شي. او په دې برخه عملي ګامونه پورته شي.

د یاد وزارت مسئولین وايي، د کرنې او مالدارۍ له خونې سره به په ګډه د کرنې او کرنیزو محصولاتو پرمختګ او بازار موندنې لپاره کار وکړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاالله عمري وایي، د کرنې په برخه کې لومړيتوب باید دا وي چې د هېواد بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه برابر کړل شي. او په دې برخه عملي ګامونه پورته شي.

د یاد وزارت مسئولین وايي، د کرنې او مالدارۍ له خونې سره به په ګډه د کرنې او کرنیزو محصولاتو پرمختګ او بازار موندنې لپاره کار وکړي.

«یاد وزارت پر داسې طرحې کار کوي چې له بزګرانو څخه د دوی محصولات په مناسبه بیه وپېري او بېرته د اړتیا په صورت کې پر خپلو خلکو او بزګرانو په ارزانه بیه وپلوري.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې د کرنې او مالدارۍ خونه اوس په ۱۶ ولایتونو کې مرکزونه لري، خو د کرنې وزارت پلان لري چې د دوی مرکزونه په ۳۴ ولایتونو کې خلاص کړو.

«د دغه هوکړه لیک لاسلیکولو یوازنی هدف د کرنې پرمختګ په برخه کې د کرنې وزارت او کرنې او مالدارۍ خونې تر منځ همکاري ده. موږ به د دوی ستونزو ته رسېدنه کوو او دوی به هڅه کوي چې د کرنې وزارت په همکارۍ د هېواد بزګرانو او محصولاتو ته یې رسېدنه وکړي.»

همدارنګه د کرنې او مالدارۍ خونې عملیاتي رییس ډاکټر وسیم صافي د یاد هوکړه لیک په اړه وویل چې دغه هوکړه لیک تر ډېره په هېواد کې د بزګرانو ستونزو ته رسېد‌نه او د دوی محصلاتو ته په کور دننه او بهر بازار موندنه ده.

«زموږ هدف دا دی چې د هېواد کرنیز محصولات پروسس او د هغه بسته بندي کولو ته زمینه برابره کړو، څو ښه بازار ورته پیدا شي او همدارنګه هڅه کوو چې د هېواد بزګرانو ته په مختلفو برخو کې روزنه ورکړو او مختلف سمینارونه برابر کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پرله پسې وچکالي، بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله په هېواد کې کرنیزو ځمکو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *