افغانستان

کندهار ته د بهرنيو سېلانیانو ورتګ زیات شوی

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت ته په يوه ورځ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵ سېلانیان راغلي دي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت ته په يوه ورځ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۵ سېلانیان راغلي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې وړمه ورځ يې په دغه ولایت کې د بېلابېلو هېوادونو له راغلیو سیلانیانو سره لیدلي دي.
سمنګاني وویل، چې دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد هم شتون درلود.
سمنګاني زياته کړه، چې کندهار ته راغلي سېلانیان له بېلابېلو هېوادونو څخه دي، چې شمېر يې ۱۵ ته رسېږي، دوی غواړي د کندهار تر څنګ د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه هم ليدنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *