اجتماعی

دفیس بوک قربانیان نه یوازې په افغانستان ، بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر شوي

تکنالوژي که هرڅومره په مخ ولاړه شي د مثبتواړخونوترڅنگ حتمي منفي خواوې هم لري ٬ دامنوچې د تکنالوژۍ له برکته الوتکې په هوا وگرځېدې دلیرې واټن مسافرین د سترگو په رپ کې خپلو مقصد ځایونوته ورسېدل ٬ په تیاروکې د روښانتیا لپاره بریښنا را منځ ته شوه اوورسره د ماشین څرخ په حرکت راغی د بشر د مایحتاج لپاره یې تولید وکړ ٬ مخابراتي اود اړیکوسیستم داسې پرمختگ وکړچې نړۍ یې دیوه کورپه شان سره ونښلوله، بشرخلآ ته وخوت سپوږمی یې تسخیرکړه چې دا ټول د تکنالوژۍ مثبت اړخونه گڼلی شو  ، خواوس د همدې تکنالوژۍ منفي اړخونوته هم اشاره کوو،هغه داچې د بشرد نابودۍ لپاره داتوم په نوم داسې بمب کشف شوچې په آن لحظه کې هستۍ فنا کوي ، د مسافروړونکو الوتکوترڅنگ بمب غورځونکې جیت الوتکې په هوا وگرځېدې بیگنا ه اوبې دفاع انسانان یې په وینو ولړل، قاره ویشتونکي توغندي وازمویل شول ٬ لنډه داچې په دې وروستیوکې نوښتگرواومخترعینو د بشردخدمت لپاره په مثبت اومنفي دواړو برخو کې د بشرله خیال اوفکرنه لوړې اختراعگانې وکړې چې دتکنالوژۍ د پورتنیو ټولوپرمختگونواو لاس ته راوړنو په لړکې د اړیکو نیولو یولړ نورې حیرانونکې اختراعګانې لکه کمپیوتر٬ انترنیت ٬فیسبوک ، وایبر، بلوتوت   او.... هم را منځ ته شوې چې په نسبي توگه یې د ځینوله گټې نه زیانونه ډیرشول ، یوله دې ډلې د انترنیت کورنۍ فیسبوک دی  چې که په منفي بڼه وکارول شي ترټولوخطرناکه وسیله ده ځکه د نه کنترول له وجې یوشمیرداسې رواني ناروغان هم فیسبوک ته لاسرسی لري چې له منفي عقدو ډک که له چا سره دښمني ولري په ډیره آسانۍ کولای شي د هغه په نامه داسې جعلي آیډي جوړه کړي چې د لیدلو او کتلو وړنه وي او په دیفورت یې هم د چا وس نه رسېږي ځکه د کنترول رمزیې یوازې له دغه رواني ناروغ سره وي .

حیا ت الله حلیم

تکنالوژي که هرڅومره په مخ ولاړه شي د مثبتواړخونوترڅنگ حتمي منفي خواوې هم لري ٬ دامنوچې د تکنالوژۍ له برکته الوتکې په هوا وگرځېدې دلیرې واټن مسافرین د سترگو په رپ کې خپلو مقصد ځایونوته ورسېدل ٬ په تیاروکې د روښانتیا لپاره بریښنا را منځ ته شوه اوورسره د ماشین څرخ په حرکت راغی د بشر د مایحتاج لپاره یې تولید وکړ ٬ مخابراتي اود اړیکوسیستم داسې پرمختگ وکړچې نړۍ یې دیوه کورپه شان سره ونښلوله، بشرخلآ ته وخوت سپوږمی یې تسخیرکړه چې دا ټول د تکنالوژۍ مثبت اړخونه گڼلی شو  ، خواوس د همدې تکنالوژۍ منفي اړخونوته هم اشاره کوو،هغه داچې د بشرد نابودۍ لپاره داتوم په نوم داسې بمب کشف شوچې په آن لحظه کې هستۍ فنا کوي ، د مسافروړونکو الوتکوترڅنگ بمب غورځونکې جیت الوتکې په هوا وگرځېدې بیگنا ه اوبې دفاع انسانان یې په وینو ولړل، قاره ویشتونکي توغندي وازمویل شول ٬ لنډه داچې په دې وروستیوکې نوښتگرواومخترعینو د بشردخدمت لپاره په مثبت اومنفي دواړو برخو کې د بشرله خیال اوفکرنه لوړې اختراعگانې وکړې چې دتکنالوژۍ د پورتنیو ټولوپرمختگونواو لاس ته راوړنو په لړکې د اړیکو نیولو یولړ نورې حیرانونکې اختراعګانې لکه کمپیوتر٬ انترنیت ٬فیسبوک ، وایبر، بلوتوت   او…. هم را منځ ته شوې چې په نسبي توگه یې د ځینوله گټې نه زیانونه ډیرشول ، یوله دې ډلې د انترنیت کورنۍ فیسبوک دی  چې که په منفي بڼه وکارول شي ترټولوخطرناکه وسیله ده ځکه د نه کنترول له وجې یوشمیرداسې رواني ناروغان هم فیسبوک ته لاسرسی لري چې له منفي عقدو ډک که له چا سره دښمني ولري په ډیره آسانۍ کولای شي د هغه په نامه داسې جعلي آیډي جوړه کړي چې د لیدلو او کتلو وړنه وي او په دیفورت یې هم د چا وس نه رسېږي ځکه د کنترول رمزیې یوازې له دغه رواني ناروغ سره وي .

فیس بوک د متخاصمو اشخاصویا ډلوترمنځ دشپې پاڼوپه بڼه هم کارول کیږي چې زیاتره لویان ، با رسوخه او متنفذ کسان ددغه پدیدې قرباني اوښکارگرځي .

د جعلي فیس بوک دغه بد غوني جوړونکي اواستعمالونکي په بیگنا ښځوهم صرفه نکوي اوفوتوشاپ په ذریعه د هغوی عکسونه داسې دیزاین کوي چې تفصیل ته یې حاجت نشته.

موږ د مخه وویل چې دغه کسان چې شخصیتونه جرحه کوي په رواني ناروغۍ اخته دي او فیس بوک هم ددوی ددې ناروا او پلیدوموخود ارضاع یوه ښه اوغوره وسیله ده .

تراوسه له دغه شبکې نه ډیرشکایتونه شوې خوپه کنترول یې د چا وس نه رسیږي ، ځکه فیس بوک یې کمپنۍ دخپلوګټولپاره داسې عیارکړی چې کنترول پرې گران دی  داشبکه نه یوازې د شخصیتونه جرحه کوي بلکه یوه داسې  لویه استخباراتي شبکه هم ده چې په استخباراتي لحاظ د نړۍ د یوه آبرقدرت چې هغه آمریکا ده اداره اود خپلوشومو استخباراتي موخولپاره تربل هرچا له هغه نه ډیرکاراخلي یا په بل عبارت فیس بوک واتساب او مسینجرد جاوسوسی لپاره هغه لوی اوترټولوسترماشین دی چې تراوسه یې بیلگه نه ده اختراع شوې.

د ویکې لیکس د وب سایډ د بنسټ ایښودونکي جولیان آسانژ قول دی ( هغه څوک چې خپل او یا د کوم دوست مشخصات فیس بوک ته سپاري باید وپوهیږي چې د آمریکا د جاسوسۍ شبکې لپاره یې وړیا خدمت کړی دی

په  ۲۰۰۴م کال د( مارک زوکربرک)  په نوم د ارواح پوهنې یو آمریکایې محصل د پوهنتون په لیلیه کې د فیس بوک په جوړولو وتوانېد ،  نوموړی په ۱۹۸۵م کال د نیویارک ښارکې زیږدلی دی

د فیس بوک شبکه په پیل کې د محصلینو ترمنځ کاریده خو ورووسته د امریکا د لوړو زده کړوله  نورو موسسو سره هم ونښلول شوه ترڅو وروسته د امریکا د حکومت ورپام شو اوهغه ته ددې زمینه برابره شوه چې د یوې نړیوالې انترنیټي شبکې په توگه وکارول شي اومارک زوکربرک یې د بنسټ ایښودونکي په توگه وپیژندل شي ، نوموړی په ۲۰۰۸م کال د نړۍ د ځوانوملیاردرانو په ډله کې وشمیرل شو اواوس د خپل شرکت عامل مدیردی خو پاته دې نه وي چې نوموړی شرکت اوس د امریکا د څارگرۍ شبکې په بشپړه ولکه کې دی .

پخپله مارک بیا د فیس بوک په اړه وایې : (فیس بوک د وگړو د کنترول تر ټولو یوه قوي او پیاوړې وسیله ده چې تر اوسه اختراع شوې ده )  اوسنی تخمین ښې چې څه باندې شپږ سوه ملیونه وگړي د نړۍ په سراسر کې له فیس بوک نه گټه پورته کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *