سیاسی

داعش د امریکا د تېلو ساتونکي دي

امريکا په هر هېواد کې جلا جلا سياستونه لري.

امريکا په هر هېواد کې جلا جلا سياستونه لري.

او د هر سياست ترشا په مختلفو هېوادونو کې مختلفې ګټې لري، امريکا په منځني ختيځ کې تېلو ته سترګې پټې کړي.

غواړي دلته يو داسې سياست پلى کړي چې هم پراته هېوادونه تر خپل تأثير لاندې راولي او هم خپلې موخې ته ورسېږي.

دا چې په منځني ختيځ کې امريکا څرنګه د داعش په مټ د تېلو سياست کوي، دا به د امريکايي سياست پوه او ليکوال جان پال ليونارډ په لېکنه کې مطالعه کړو.

جان پال لیونارډ :

له امريکا څخه د سرغړونکو حکومتونو د نسکورولو په څېر، د امریکا متحده ایالات او د هغه متحدین داعش د جګړې لپاره توجیه جوړوي.

د عامو امريکايانو لپاره د ډیموکراسۍ ملاتړ ، د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو کنټرول، د تروریزم سره د مبارزې په پرتله ډېر مهم دي، خو عجيبه دا ده چې برعکس امریکا په سوریه او عراق کې په هوايي بمباریو سره د داعش د ماتولو هيڅ اراده نه لري.

که امريکا په رښتیا هم د داعش په ماتولو کې جدي وای، نو دوی به ترکیې ته هيڅکله هم اجاﺯت نه وى ورکړی، تر څو د يو اوږد مهال پلان له لارې داعش ته اجاﺯت ورکړي چې د دوى له پولو او سرحدونو سوريې ته داخل شي. حتى دوی به بعضې خلیجي هېوادونو ته اجاﺯت نه وی ورکړى چې داعش تمويل کړي او په میلیاردونو ډالر ورکړي.

امريکا دغه هر څه د دې لپاره وکړل چې دغه کرايه شوي قاتلان مضبوط شي او په سيمه کې د امريکا د ښکيلتيا لپاره او خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره ﺯمينه مساعده کړي.

د داعش پر ضد د ائتلاف په جوړولو کې د امریکا اصلي موخه په سوریه کې د تلپاتې بې ثباتۍ رامنځته کول دي.

د پنټاګون پخواني مشر لیون پنیټا ویلي چې د داعش پر وړاندې جګړه به دېرش کاله دوام وکړي.

د دې اوږد مهاله بې ثباتي هدف دا دی چې د سوریې، عراق او ایران د پایپ لاین جوړولو د پروژې مخه ونیسي، دغه هېوادونو تصميم نيولی وو ترڅو په سيمه کې د تېلو د تجارت لپاره يو خپلواک منظم پلان جوړ او تطبيق کړي.

دغه تړون اصلاً د قطر د وړاندیز شوي پایپ لاین تړون پر ځای لاسلیک شوی وو په کوم کې چې بيا د امريکا کټې نغښتې وې. د متحده ایالاتو په ملاتړ قطر پلان جوړ کړى وو چې د قطر له شمالي ساحې څخه د ګازو پایپ لاین تېر کړي (وغځوي) د سعودي عربستان، اردن، سوریې او ترکیې له لارې اروپایي بازارونو ته يې ورسوي، په دغه کار سره به روسیه له پامه وغورځېږي.

دا به متحده ایالاتو او د هغه متحدینو ته د اروپا د انرژي بازار باندې انحصار ورکړي.

او دوی ته به په بهرني سیاست کې پراخه ګټه ورکړي.

په منځني ختیځ، اروپا او مدیترانې کې له نفوذ څخه د روسیې او چین جلا کول د امریکا د ستراتیژۍ یوه بله موخه ده.

په خليج کې د امريکا د نورو ګټو ترڅنګ يوه مهمه سياسي او اقتصادي لاسته راوړنه همدغه پايپ لاين هم دى.

دې موخې ته د رسيدلو لپاره غرب د داعش تنظيم ايجاد کړ او په سيمه کې يې د بې ثباتۍ لپاره استعمالوي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *