گزارش

د کابل ـ کندهار سړک جوړېدو چارې ولې ورو دي؟

له تېرو څلور میاشتو څخه د کندهار – کابل لویې لارې د جوړېدو چارې د شپږو لویو شرکتو له خوا پیل شوې دي.

له تېرو څلور میاشتو څخه د کندهار – کابل لویې لارې د جوړېدو چارې د شپږو لویو شرکتو له خوا پیل شوې دي.

پر دې لاره تلونکې مسافر او موټر چلونکې شکايت کوي چې دغه چارې ډېرې ورو روانې دي چې له امله يې پردې لاره تګ راتګ نور هم ستونزمن شوی دی.

موټر چلوونکي وايي، دغه لار چې مخکې به ورباندې اته یا هم لس ساعته مزل کاوه، اوس ۱۶ ساعته وخت نیسي چې له کندهار څخه کابل ته ورسېږي.

دوی وايي، لار دومره خرابه شوې چې تر هر ځل تګ راتګ وروسته يې موټر تر پنځه زره افغانۍ عوارض پیدا کوي.

«څلور یا پنځه میاشتې وخت کېږي چې پر دې لار کار پیل شوی، لار نوره هم خرابېږي، خو سمېږي نه. موږ مخکې پر دې لار شپږ یا هم اووه ساعته مزل کاوه او اوس تر ۱۶ ساعته ډېر مزل پرې کوو.»

سمرګل چې د ميدان وردګ ولایت اوسېدونکی دی او کاروبار يې په کندهار کې دی، وايي چې هره میاشت پر دې لاره څلور ځله سفرونه کوي.

نوموړی وايي، ورځ تر بلې پر دې لار تګ راتګ سختېږي.

«زه په مياشت کې درې څلور سفره کوم، مخکې ښه وو، خو اوس مې ډېر خسته کوي.»

د دغه سړک د رغېدو چارې شپږو لويو شرکتونو ته د معدنونو د را ایستلو په مقابل کې ورکړل شوې دي.

له کندهار څخه تر زابل پورې د ۳۷ کیلومټره سړک جوړېدو چارې حافظ ساختماني شرکت ته د کرومایټو ډبرو د یوه کان راایستلو په مقابل کې ورکړل شوې دي.

د یاد شرکت مسوول فیض الله نوري وايي، د کرومايټو دغه کان د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د پنځو کالو لپاره ورکړل شوی دی.

د نوري په خبره، د سړک د جوړېدو چارې ځکه ځنډېږي چې دا یوه لویه لار ده او تګ راتګ ورباندې ډېر دی، نو دوی مجبور دي چې د عمومي سړک تر څنګ نور فرعي سړکونه د تګ راتګ لپاره جوړ کړي چې دې چارې د عمومي سړک جوړېدو کارونه له ځنډ سره مخ کړي دي.

«موږ ته د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د کرومایټو کان راکړی او موږ دغه سړک جوړ وو.»

بلخوا، د ټول ګټو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې د دغه سړک چارې تر راتلوونکې ژمي پورې بشپړې کړي او سړک ګټې اخیستنې ته وسپاري.

ټول ګټو چارو وزارت اړوند د پروژو تخنيکي مسوول انجینیر شېر حسن خوشيوال وايي، د سړک جوړونې چارې وخت پر وخت له نږدې څاري او تمه لري چې تر راتلوونکي ژمي به يې چارې بشپړې شي.

«د کابل له کمپنۍ څخه د کندهار تر مړوندۍ مانده پورې دغه سړک چارې له تېرو څلورو میاشتو څخه جریان لري او تر راتلوونکي ژمي به يې چارې تر ډېره بشپړي شي.»

د کابل–کندهار ۴۸۳ کېلومټره لويه لاره د افغانستان د کابل او کندهار په ګډون ډېری نور ولایتونه له یو بل سره نښلوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *