اجتماعی

د ګذرګاه دتوپ غږ ولې ټولوته خوږ و؟

د توپ له شپیلۍ نه د مرګونوآوازې اوانګازې خپرېږي اوداهغه وژونکې نظامي وسله ده چې په جنګونوکې استعمالیږي نوځکه یې نوم په چا ښه نه لګیږي اوله رمباړې یې کرکه لري.آیا داسې توپ به هم وي چې غږ یې ټولوته خوږ وي ؟ ځواب مثبت دی ، بلې داسې توپونه هم شته چې د جنګ اوجګړولپاره نه ، بلکې سوله ییزواوټولنیزو مقاصدو لپاره په عادي ژوند کې هم ترې ګټه اخیستل شوی ده ، دداسې توپونوپه مرمۍ کې وژونکې سرګلوله نشته بلکې یوازې بارود دي چې لوړغږ جوړوي او پیغام رسوي ، چې یوله دغه توپونوڅخه د کابل د ګذرګاه پخوانی توپ وچې کلونه کلونه یې د کابل ښاریانو دخبراوي لپاره خدمت کړی و، خوله نن څخه ۴۵ کاله د مخه یې غږ ځکه بند شوچې همنوعان یې په افغانستان کې د مرګونوپه صفیرانو بدل شول .

توپونه یوه لرغونې وسله اونظامي وسیله ده چې زموږحکومتونوله پخوا زمانودرلودل اوآن تردې چې پخپله افغانانوهم توپونه جوړول ،  دوې نیمې پیړۍ وړاندې په ۱۱۶۴کال احمد شاه ابدالي د نیشاپورد نیولولپاره  یولوی توپ جوړکړی و اوترڅنګ یې یوبل توپ هم چې زمزمه نومېده  دهند په جګړوکې په بریالیتوب سره ازمویلی و ، زمزمه توپ اوس هم د لاهورد موزیم په مخ کې د یوه پخواني حربی سمبول په عنوان د یادګارپه توګه ولاړدی .

دغه توپ په ۱۷۵۷کال استاد شاه نظرجوړکړی وچې د میل اوږدوالۍ یې څلورمتره و اوپیرړوالی یې ۲۳ سانتی متره و .

داچې زموږ خبره د یوه داسې تو پ په اړه را تکیه ده چې غږ یې په ټولوخوږ لګېده ، دا هغه تاریخي لوی توپ وچې په خپله افغانانو جوړکړی و اود دهمزنګ مخامخ دګذرګاه غونډۍ لپاسه یې موقیعت درلود اوخلک به یې د غرمې له را رسېدو نه خبرول ، جالبه دا وه چې په کابل ، لوګر، پروان ، وردګو، میدان اوآ ن غزني کې به خلکوغرمې ته په دوهم نامه (توپ) ویل  ، دا ځکه چې هغه وخت سا عتونه لږ اومحدود وه او په دغه توپ به نه یوازې د غرمې د ډوډۍ خوړلو وخت اعلانېده بلکې ترتولولوړخدمت یې دا و، چې د روژه ماتۍ اوپيشلمی وختونه به هم پرې اعلانېدل  نوځکه به خلک په دقت غوږ ورته نیولی وچې ډز به یې وکړ، نوغږبه یې په رښتیا هم چې په خلکوښه اوخوږ لګېده ، ماشومانوبه هم دغرمې او روژه مات د توپ له ډزسره خوښی کولې کورونوته به را ځغلېدل او له مورپلارسره به یې د هغوی په روژه ماتي کې ګډون کاوه.

د اخترونومیلې به هم اکثرا د توپ په ګڼوډزواعلانېدې او له غږونوبه یې ټولوخوند اخیست .

ددغه ټوپ فیرته به ارومرو یوکس شپه او ورځ چمتو ناست وو.

صوفي عبد الحمید قند هاري د ګذرګا ه توپ ته اتومات ماشه جوړه کړې وه چې ټیک د غرمې په ۱۲ بجو به له ذره بیني ښیښې نه لمرورلودیده اوباروتوته به یې اور ورته کاوه او ورسره سم به توپ پخپله درزکاوه خودغه کاردومره بریالی نه و ځکه کله به چې وریځ شوه یا به نورموانع را پیدا شول نوددې اتومات ډز مخه به یې نیوله نوځکه ضرورت و چې مؤظف کس دډز پر وخت د توپ ترڅنګ حاضر وي .

د ګذرګاه د توپ توپچي صابرنومېده چې کلونه ـ کلونه یې دا ستری خدمت ترسره کړې و ، البته د صابرترڅنګ نورو کسانو هم له هغه سره همکاري درلوده ، خو مسؤلیت یې د صابر په غاړه و .

ددغه توپ له ډزسره خلک دومره وفادارشوي وو چې د توپ له ډزد مخه به هیچا د غرمې ډوډۍ نه خوړله اوکله به چې د توپ ډز وشو نوهرچا به له بلنې پرته خپل ځان کورته را رساوه، نر، ښځې، لوی او واړه به ټول په دسترخوان سره را غونډیدل او خپل قسمت به یې نوش جان کاوه  .

لکه د مخه چې وویل شول دغه توپ په انسانانوپسې د مرګونو ګولی نه شړلې بلکې یوازې لوړ غږ یې درلود چې ددوستی اوخواخوږی پیغام پکې نغښتی و اوخلکوبه وخت پرې پیژانده د غرمي له توپ سره به د غرمې ډوډوۍ خوړل کېده او د روژه ماتي په توپ به روژه ماتېدله او دپیشلمي پروخت به روژتیانود توپ له ډزسره سم خواړه بس کول او روژه به یې نیوله ، نودا ټول خدمتونه ددې سبب شوي و چې ددغه توپ غږ ټولوته خوږ شي.د کابل ترڅنګ په جلا ل آباد اویوشمیرنورو ښارونو کې هم د توپونو غونډۍ ټا کل شوې وې او د ضرورت په وخت کې به توپونه ترې وارېدل خود ګذرګاه د توپ په شان د غرمې او روژه ماتي لپاره با قاعده توپ په کوم ولایت کې نه واورېده .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *