افغانستان

له ۲۰۱۴ راهیسې ۵۰۰  افغانان اروپا ته دتګ پرمهال مړه شوي

دمهاجرت نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۵۰۰ افغان کډوال اروپايي هېوادونو ته دتګ پرمهال مړه شوي دي.

دمهاجرت نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۵۰۰ افغان کډوال اروپايي هېوادونو ته دتګ پرمهال مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامی امارت له بیا واکمنیدو سره، دافغانانو ناقانونه مهاجرت تر پخوا لا زیات شوی. راپور زیاتوي چې لا هم ډېری  افغانان داقتصادي ستونزو یا امنیتي ګواښونو له امله دغه خطرناک سفرونه کوي. ویل کیږي چې ددې خطرناک سفر لګښت له 5,000 ډالرو څخه پیل کیږي او د 15,000 ډالرو یا ډیرو ډالرو ته رسیږي. دراپورونو په اساس، یوه دپام وړ برخه افغان ځوانان انساني قاچاقبرانو ته په دې هیله چې اروپا ته به یې ورسوي، زرګونه ډالره ورکوي.

اروپايي ټولنې ویلي، ددې اتحادیې غړو هېوادونو ته دپناه غوښتنې قضیې تر ۴۰ سلنې زیاتې شوي، چې یوه لویه برخه خلک پکې افغانان دي. اسلامی امارت، بیا دافغانستان وضعیت او اقتصاد ښه شوی بولي او لویدیځ تورنوي، چې په ناسمو تبلیغاتو ځوانان هېواد پریښودو ته هڅوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *