افغانستان

سمرقند ته د بلخ والي سفر؛ دواړو لورو پر علمي پرمختګونو خبرې کړې

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشري د ولایتي چارواکو یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان هېواد کې د سمرقند مرستیال والي، مخورو، علماوو او شیخانو سره لیدنه کړې.

د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا په مشري د ولایتي چارواکو یو لوړ پوړي پلاوي ازبکستان هېواد کې د سمرقند مرستیال والي، مخورو، علماوو او شیخانو سره لیدنه کړې.

پلاوې کې د بلخ د علماوو شورا رئیس، امنیه قومندان، د ۲۰۹ الفتح قل اردو  اړوند د سرحدي لیوا مسئول، د بلخ د بهرنیو چارو رییس، د صنعت او تجارت رییس، د ګمرک رئیس، ریل پټلۍ رئیس، عامي روغتیا رئیس او د بلخ ولایت مقام د دفتر رئیس ترڅنګ

د ازبکستان هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرگشوف مله وو، چې پر یو شمېر مهمو موضوعات یې بحث کړی.

د بلخ والي د سمرقند او بلخ له علماوو څخه غوښتنه کړې، چي اسلام ته د خپلو دیني زده کړو په وسیله همداسي پرمختګ او دوام ورکړي، په خپلو منځونو کي یوالی او اتفاق ټینګ وساتي او د علماوو په وسیله د ولس ستونزي تر مسولینو ورسوي.

همداراز دواړو لورو د بلخ او سمرقند ولایت ترمنځ د ستونزو د حل او علماوو ترمنځ د ښې همږغي په رامنځته کولو خبرې کړي.

د دې تر څنګ دواړیو لوریو ترمنځ د علم په پراخوالي، اشاعت، د هېوادونو د تاریخ، د بیارغونې او نورو علمي پرمختګونو ټینګار شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *