ورزش

یوې هندۍ ښځې خپل معلول مېړه څنګه د اولمپیک بریالی لوبغاړی کړ؟

د کسم په نامه د یوې هندۍ ښځې له واده دوې نیمې میاشتې تېرې وې، چې مېړه یې منجیت اهلوت یوې پېښه کې ټپي شو، د ملا مهرې یې زیانمنې شوې او له نامه لاندې بدن یې ورسره فلج شو.

د کسم په نامه د یوې هندۍ ښځې له واده دوې نیمې میاشتې تېرې وې، چې مېړه یې منجیت اهلوت یوې پېښه کې ټپي شو، د ملا مهرې یې زیانمنې شوې او له نامه لاندې بدن یې ورسره فلج شو.

هغه وايي «دا د ۲۰۰۶ کال اګسټ شپږمه نېټه وه، دې پېښې زما ژوند بشپړ بدل کړ»

نوموړې چې ۱۹ کلنه وه نه پوهېده چې دې سخت حالت سره څنګه مبارزه وکړي.

له یوې خوا یې خاوند د درملنې لپاره په روغتونونو ګرځاوه، له بل پلوه د کورنۍ او خپلوانو له خوا د بل واده کولو فشارونو سره مخ وه.

کسم وايي، څومره چې یې کورنۍ او خپلوانو پرې فشار راوسته، هغومره یې منجیت سره ګډو ژوند تېرولو ته ژمنتیا زیاتېده.

هغه وايي: «که ما له دې پېښې وروسته بل واده کړی وای او خاوند مې بیا په پېښه کې ټپي شوی وای نو آیا ما به بل چاسره د دریم ځل لپاره واده کاوه؟ دویمه خبره دا چې منجیت اوس ماته ډېره اړتیا لري.»

نوموړې زیاتوي: «زما د مېړه پر ملا او د بدن پرشاتنۍ برخه بستر کې د ډېر پرېوتو له امله زخمونه جوړ شوي، هغه شپه او ورځ زما مرستې ته اړتیا لري.»

د مېړه له پالنې سره یې یو ځای خپلې زدکړې هم بشپړې کړې

کسم وايي، له دولسم ټولګي فارغه وه چې منجیت په پېښه کې ژوبل شو.

هغې له دې سختو سربېره هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، له دولسم ټولګي فراغت وروسته یې د لیسانس په کچه زدکړې وکړې او دنده یې پیل کړه.

نوموړې وايي، هر څومره چې یې پر وړاندې ننګونې ډېرېدې هغومره یې په زړورتیا ورسره مبارزه کوله.

هغې خپل مېړه هم هڅاوه چې ژور خپګان سره د مقابلی لپاره باید مطالعه وکړي او ځان بوخت وساتي.

کسم وايي:» خلکو راته ویل چې د منجیت ژوند نور تباه شو، ته لږ تر لږه خپل ژوند وژغوره. خو ما هېڅکله د خلکو د خبرو پروا و نه کړه او خپلو مسئولیتونو ته مې دوام ورکړ.»

دا پېښه ۱۷ کاله پخوا شوې وه

منجیت وايي، مېرمن یې کسم نه یوازې لکه غر د ده تر څنګ ولاړه وه، بلکه ده ته د نوي ژوند په وربښلو کې یې تر ټولو لویه ونډه لرلې ده.

هغه وايي:»اوولس کاله وړاندې دې پېښې هر څه له ما واخیستل. زه پر خپل موټر سایکل سپور وم، چې یوه موټر سره مې ټکر وکړ. بیا یو بل موټر چې له شا راروان و راباندې راغی زه یې سخت ژوبل کړم. زما پښې ماتې شوې او له نامه ښکته فلج شوم.»

نوموړې زیاتوي:«سره له دې چې ویلچیر کې وم مېرمن مې زما پالنه وکړه. زه یې په ذهني توګه هڅولی یم، آن مرسته یې راسره وکړه چې څنګه له دې پېښې وروسته بېرته په جګو سترګو ټولنې ته راستون شم.»

۲۰۱۳ کې منجیت د معلولینو المپیک لوبې پیل کړې

کسم او منجیت له پېښې او روغتونونو کې له اووه کاله بستري کېدو وروسته اوس بېرته خپل ژوند پیل کړی.

د منجیت مشر ورور کولدیپ احلوات چې لندن کې اوسېږي، هغه ته د معلولینو اولمپیک لوبو د پیلولو مشوره وکړه.

منجیت یې په اړه وايي:«پیل کې یوه لویه پوښتنه دا وه، چې دا به څنګه شونې وي چې یو کس به هره ورځ ماسره د تمرین لپاره لوبغالي ته ځي؟ او څنګه به هر څه برابرېږي. له دې هر څه سره کسم موټر چلول زده کړل او هره ورځ به یې زه لوبغالي ته بیولم.»

د ۲۰۱۳ کال مارچ میاشت کې د پارا سپورت(د معلولینو اولمپیک لوبو) له ترسره کولو وروسته منجیت په پنځو ملي سیالیو کې ګډون وکړ او هر ځل یې د سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل.

د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې یې په اندونیزیا کې د معلولینو د اولمپیک اسیايي لوبو کې  د ګډون فرصت هم ترلاسه کړ.

منجیت وايي:»کسم به زما له ویښېدو مخکې له خوبه راجګېده  ماسره به یې مرسته کوله چې چمتو شم او بیا به یې لوبغالي ته بیولم او بېرته به یې کور ته راوستم. کسم زما د لوبو برخه کې لاسته راوړنو کې هم لوی لاس لري.»

کسم وايي، پیل کې د منجیت ورور هغه ته د پارا سپورت د پیلولو مشوره ورکړه، چې خپل پام پرې بدل کړي او ځان پرې له خپګانه لېري وساتي، خو بیا یې وروسته ورسره ډېره مینه او علاقه پیدا شوه.

منجیت ته چې په دغه لوبه کې ډېر بریالی و او ګڼې لاسته راوړنې یې لرلې په دهلي کې شاه رخ خان سره د مخامخ لیدو فرصت هم برابر شو.

د کسم خسر ماهندرات احلوات وايي:» د کسم په څېر اېنګور موندل په اوسنۍ زمانه کې ناشونې ښکاري.»

هغه وايي‌ چې تر اوسه یې یوازې په کتابونو کې د ساویتري او ساتیوان افسانوي کیسې اورېدلې وې، چې ساویتري څنګه خپل مېړه ساتیوان له مرګه ژغوري.

ښاغلی احلوات زیاتوي:»مونږ خو یې پلار او مور وو، اړ وو چې په هر ډول شرایطو کې منجیت سره پاتې شو او ملاتړ یې وکړو، خو کسم ته مو وویل چې خپل ژوند له سره پیل کړي، ځکه چې منجیت نور تقریبا ختم دی. خو کسم نه زمونږ او نه د خپلې کورنۍ خبرو ته غوږ ونیوو او پرېکړه یې وکړه چې پاتې شي.»

نوموړې وايي، اوس وخت کې د هغې په څېر اېنګور نه شي موندلی، هر څوک یې چې د ژوند کیسه اوري الهام ترې اخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *