افغانستان
په لوګر کې د کانونو له درکه ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسولین وایي، په ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د کال تر پایه به څه باندې ۱۸۰ میلیونوافغانیو ته ورسېږي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسولین وایي، په ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د کال تر پایه به څه باندې ۱۸۰ میلیونوافغانیو ته ورسېږي.
د دغو مسوولینو په خبره، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په قانوني توګه د پنځو کانونو قرار دادونه شوي، د نفرایت څلور کانونه هم اعلان ته سپارل شوي، چې نږدې ورځو کې به یې چارې پیل شي او اوسمهال د کرومایټو دوو کانونو د کېندنې چارې روانې دي.
دغه مسوولین مني، چې د روان کال په لړ کې د یاد ولایت بېلابېلو سیمو کې د ۴۰ نورو کانونو د سروې او اکتشاف پروسې بشپړې شوې او پاتې چارې یې د کانونو او پټرولیم وزارت کې تر کار لاندې دي.