اجتماعی

د اسنادو بررسي

د اسنادو بررسي د کریمنال تخنيک د علم يوه اړینه برخه ده د خط خصوصیات، د خط نښې، په خط کې د راغلو تغییراتو طرز او شکلونه او همدارنگه د خط د بررسی میتودونه تر څېړنې لاندې نیسي چې د پورته ذکر شوو کارونو هدف د جرایمو بررسي او مخنيوی دی. د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شي باید لاندې موضوعات جلا جلا مطالعه شي.

پوهیالی عبدالحی ابراهیمی

د اسنادو بررسي د کریمنال تخنيک د علم يوه اړینه برخه ده د خط خصوصیات، د خط نښې، په خط کې د راغلو تغییراتو طرز او شکلونه او همدارنگه د خط د بررسی میتودونه تر څېړنې لاندې نیسي چې د پورته ذکر شوو کارونو هدف د جرایمو بررسي او مخنيوی دی. د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه شي باید لاندې موضوعات جلا جلا مطالعه شي.

اسناد

د کریمنال تخنیک له نظره سند عبارت د هغه ثبت څخه دي چې د کومې پېښې په ارتباط معلومات په کې درج وي او د جنايي دوسیې لپاره د اهمیت وړ وي.

د اسنادو طبقه بندي

اسناد د مختلفو وجوهاتو له مخې په مختلفو شکلونو طبقه بندي کېږي. په حقیقت کې د سند ليکنه د حق د اثبات یو د اعتماد وړ مدرک دی چې دا ليکنې په رسمي او غیرې رسمي شكل د خاص اعتبار لرونکي دي چې د امورو د اجرا لپاره یوه ښه وسیله گڼل کېږي او په زیاتو قوانینو کې ترې یادونه شوې ده لکه:

د افغانستان مدني قانون: د افغانستان مدني قانون په خپل دوه یم فصل کې اسناد په دوو ډولونو ويشلي دي چې په لاندې شکل يې واضح کوو.

الف) رسمي سند: د رسمي سند په هکله د افغانستان مدني قانون (۹۹۱) ماده لاندې صراحت لري.

رسمي سند: یوه پاڼه ده چې عمومي مؤظف يا د عمومي خدمتونو کار کوونکي د قانون د حکمونو په اساس د خپل اختصاصي واک په حدودو کې کوم شی چې د هغوی په حضور کې پای ته رسېدلی یا یی د علاقي لرونکو اشخاصو څخه تر لاسه کوي په کې يې درج او ثبت کړي وي.

ب) عرفي سند: د عرفي سند په هکله د افغانستان مدني قانون په (۹۹۲) ماده کې په لاندې ډول صراحت لري، کومه عرفي پاڼه چې د امضاء کوونکي، مهر لگوونکي او گوتې لگوونکي له خوا صادره شوي وي، اعتبار لري؛ مگر دا چې شخص د خپلې امضاء، مهر او گوتې لگولو څخه په صراحت سره منکر شي او یا دا چې خاص قانون بل ډول حکم کړی وي.

په حقوقي لحاظ ټول سندونه په لاندې برخو ویشل کېږي.

ا. صحیح سندونه: د هغو رسمي او غير رسمي (عرفي) سندونو څخه عبارت دي چې په خپل صحیح حالت باندې پاتې وي.

۲. تقلبي سندونه : له هغه سندونو څخه عبارت دي چې د رسمي سندونو اصلي شكل ته تغییر ورکړل شوي وي او یا په تقلبي ډول یو سند لیکل شوی وي.

د تقلب شکلونه

  1. مکمل تقلب: عبارت له هغه تقلب څخه دی چې سند په بشپړ ډول جعل کاري شوی وي.

٢. نیمه تقلب: عبارت له هغه تقلب څخه دی چې د سند یوه برخه جعل شوې وي اویا د یوه سند اصلي ماهیت ته تغییر ورکړل شوي وي.

خط د کریمنال تخنیک له نظره

د معينو شرایطو لاندې د ژوند په مختلفو برخو کې د انسان د افکارو د نقش کولو څخه عبارت دي.

په عمومي ډول په خط کې د اسنادو په بررسي کې لاندي نښې په نظر کې نیول کېږي.

لومړی: هغه نښې چې د ژبې فصاحت او بلاغت پورې اړه ولري.

الف : د خبرو کولو طرز:ـ یعنې د جملو جوړول او داسې نور په نظر کې نیول کېږي، چې په عمومي ډول خبرې کول په لاندې ډول دي:

۱. رسمي خبرې.

۲- علمي خبرې.

٣- تخنیکي خبرې.

۴- ادبي خبرې.

۵- عادي خبرې

ب: د لغاتو د استعمال نښې:ـ په دې ځای کې د لغاتو د صحیح کارونې، د لغاتو ترمنځ منطقي رابطه یا عدم رابطه تر مطالعې لاندې نیول کېږي.

ج: گرامري غلطي:ـ  په دې ځای کې گرامري غلطي په نظر کې نیول کېږي او په لاندې برخو کې د گرامري غلطيو نښې پیدا کېدای شي.

* دا نښې د لغاتو په تکرار او بیا بیا استعمال پورې اړه لري.

* هغه نښې چې د زمانو په تکرار او عدم تكرار مراعات او نه مراعات پورې اړه لري.

دوه یم: هغه نښې دي چې په لیکل شوي خط کې په نظر کې نیول کېږي.

هغه نښي چې په لیکل شوي خط کې په پام کې نیول کېږي .

الف) عمومي نښې

ب) خصوصي نښې

الف: د لیک عمومي نښې هغو نښو څخه عبارت دی، چې د یو خط توپیر له بل خط سره پرې کېږي او په لاندې ډول دي:

۱- په عمومي ډول د یوې مقالې ځای پر ځای کول .

٢- د یوې مقالې د خاصې نقطې ځای پر ځای کول.

٣- د ورقې په اطرافو کې سپین ځای پرېښودل.

۴- د کرښو سموالی او کوږوالی.

۵- د کرښو ترمنځ فاصله .

۶- په کرښو کې د کلمو ترمنځ فاصله او داسې نور په نظر کې نیول کېږي.

جعل او تزویر

د اسنادو په بررسی کې جعل او تزویر یوه مهمه موضوع ده او د هغه جرایمو له جملې څخه چې د اسنادو په هکله د خلکو اعتماد د منځه وړي جعل او تزویر دی؛ خو اکثره وختونه د جعل او تزویر پېژندل یو ستونزمن کار دی؛ ځکه چې د جعل او تزویر وسایل سره فرق کوي او زيات وختونه د متخصصینو وخت ضایع کوي؛ خو په څنگ کې پوهېدل پرې ضروري دي ځکه دا په هغه اسنادو کې چې سیاسي، بانکي او داسې نورو کې زیات واقع کېدای شي.

د جعل تعریف: جعل په لغت کې اړول، جوړول، ایجادول، که هغه په مشروع، غير مشروع ډول او یا د حقيقت خلاف وي. جعل په خپله اصلي معنا په قرآن کریم کې هم راغلی دی چې په دې اړه الله تعالی جل جلاله فرمايي:

ژباړه: او (یاد کړه اي محمده!) هغه وخت چې وویل پروردگار ستا پرښتو ته چې بېشکه زه گرځوونکی یم په ځمکه کي د يوه خليفه.

مگر جعل او تزویر زموږ په قوانینو کې د حقیقت برخلاف په نامشروع ډول د کلماتو، عباراتو، اسنادو جوړول او تغيیرول دي. چې همدا غير مشروع او غيري حقيقي ډول جوړول او تغيیرول زموږ د بحث موضوع ده.

د افغانستان د جزا قانون (۳۰۹) مه ماده تزویر داسې تعریفوي

تزوير عبارت دی د حقيقت څخه خلاف د لیکونو، سندونو، امضاء او مهر جوړولو څخه یا هغې ته د يوځای کېدو، تبدیلېدو، تقلید یا حذف په وسيله ده.

د جعل ډولونه

په دوو شکلونو سره جعل منځته راځي.

الف) مادي جعل : عبارت د هغه جعل څخه دی چې: سند، مهر، امضاء او ليکنه د مخکې نه ليکل شوي وي او وروسته په کې د تراشلو، زیاتولو، کمولو او نورو لارو په اساس تغییر منځته راوړي.

ب) مفادي جعل: مفادي جعل هغه وخت مطرح کېږي چې یو سند او ليکنه لا شوې نه وي دا معنا چی د پخوا څخه موجود نه وي؛ بلکې د لیکلو په حال کې وي دا لیکنه په خپل ذات کې صحيح وي؛ خو په کوم وخت کې چې د کوم کار لپاره لیکل شوي وي غلط مفهوم افاده کوي.

د مادي او مفادي جعل ترمنځ توپېرونه

د سندونو نوعیت او د ليکلو د طرز له حيثه :

الف: مفادي جعل په اسنادو کې ظاهراً نه معلومېږي او مادي جعل په اسنادو کې په ظاهري شکل محسوسېږي.

ب: مفادي جعل د سندونو د ليکلو په وخت کې واقع کېږي او مادي جعل وروسته د ليکلو او د سند د صدور نه وروسته واقع کېږي.

٢- د جعل د مرتكب له حيثه: الف: مفادي جعل غالباً دولتي کارکوونکو او مؤظف اشخاصوله خوا صورت نیسي او مادي جعل عموماً د عامو کارکوونکو له خوا صورت نیسي. یعنې هر څوک یې کولی شي.

٣- د تحريف شوي موضوع له حيثه: مفادي تحريف د ابتدا څخه د اصلي موضوع یا دا چې د حقیقت خلاف واقع کېږي او مادي جعل وروسته په تغییر سره د حقیقت خلاف گرځي.

تزویر

تزویر د زور مصدر دی چې معنا يې دروغ، باطل، او په تقلبي شکل د یو کار ښودل د حقیقت په بڼه او په اصطلاح کې د یو سند داسې ښودل چې مقابل طرف ته د فریب باعث شي.

د جزا قانون درې سوه او نهمې (۳۰۹) مادې تزویر په لاندې ډول تعريف کړی دی. (تزوير عبارت دی د حقيقت څخه خلاف د لیکونو، سندونو، امضاء او مهر جوړولو څخه یا هغی ته د یوځای کېدو، تبدیلېدو، تقلید یا حذف په وسیله).

دا چې دلته زموږ د بحث موضوع تقلید دی. لکه د اسنادو تقليد، د مهرونو تقليد او داسي نور

مثلاً که په اسنادو کې تزویر صورت نیولی وي؛ نو باید کاغذ، رنگ، سریش، سند ته تاوان رسول او داسې نور تر مطالعې لاندې ونیول شي.

له تزویر څخه د وقایې طريقې او سپارښتنې

۱- باید امضاء ډېره پېچيده او سخته وي او ډېر حروف په کې ځای پر ځای شوي وي.

٢- که چېرې سخته امضاء ونه شي کولای؛ نو باید د سند په اخر کې گوته ولگول شي.

٣- امضاء باید د اخرنۍ کرښې د ختم له نقطې سره ډېره نژدې وشي.

۴- همدارنگه که څوک د ځان او مؤسسې لپاره مهر جوړوي باید د ډېر دقت څخه کار واخلي او ډېره پیچلې کلیمې په کې ولیکي او هم خطونه او نقشونه په کې زیات وي.

۵- کوشش باید وشي تر څو د قلم خورۍ څخه په امضاء کې مخنیوی وشي که چېرې په خط کې قلم خوري وشي باید د خط په لاندینۍ برخه کې ذکر شي.

۶- ټول سندونه باید څو نسخې ولیکل شي تر څو د معاملې ټول گډون کوونکي یوه نسخه د ځان سره وساتي.

منابع:

۱ – القران الكريم.

۲ ـ وزارت عد ليه .(۱۳۵۵). مدني قانون رسمي جریده ، کابل: وزارت عدلیه .

۳ – عارفی ،محفوظ الله. (۱۳۹۹). کریمنالیستیک ، ننګرهار: یارخپرندویه ټولنه.

۴ – واصل ،عبدالاقرار.(۱۳۹۲). کریمنالستیک، کابل: وزارت تحصيلات عالی.

۵ – وردگ، صدیق، ایوب اصیل .(۱۳۴۸). تحقیقات علمي جنایي.کابل: دولتي مطبعه.

۶ـ Http://qums.ac.ir/fa-IR…

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *