۱۵ کاله وړاندې د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۹مه افغان کرېکټ ملی لوبډلې خپله لومړنۍ یو ورځنۍ رسمی لوبه په جنوبی افریقا کې له سکاټلنډ سره ترسره کړه.
په دې لوبه کې افغان اتلانو سکاټلنډ ته د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه. محمد نبی عیسیخیل په یاده لوبه کې د درې څلوریزو او درې شپږیزو پر مټ ۶۴ توپونو ۵۸ منډې پکې جوړې او د لوبې د غوره لوبغاړی جایزه یې ترلاسه کړه. محمد نبی لوړی افغان و، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې پنځوسیزه وکړه. دولت احمدزی لومړنی کس پکې اوټ کړ او نورعلی ځدراڼ لومړنی څلوریزه پکې ووهله. په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې نورعلی ځدراڼ، کریم صادق، محمد نبی، نوروز منګل، اصغر افغان، سمیع الله شینواری، رئیس احمدزی، هستی ګل عابد، خالق داد نوری، دولت احمدزی، حمید حسن لوبیدلی و، چې روزونکی یې کبیرخان و. د یادولو وړ ده، چې افغان کرېکټ ملی لوبډله تر اوسه ۱۷۲ یو ورځنۍ لوبې کړې، چې ۷۹ یې ګټلې، ۸۸ یې بایللې، یوه یې مساوی شوې او څلور نورې یې بېپایلې پای ته رسېدلې دی.