افغانستان

د ایران او ترکیې پر پوله، له «شکنجو» د افغان کډوالو شکایت

یوشمېر افغان کډوال وایي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله پر نيول کېدو سربېره وهل، ټکول او شکنجه کېږي. هغوی وايي وسله والې ډلې د دې لارې په اوږدو کې له هغوی پیسې اخلي او د ډېرو پیسو په بدل کې یې بېرته ایران ته لېږي.

یوشمېر افغان کډوال وایي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله پر نيول کېدو سربېره وهل، ټکول او شکنجه کېږي. هغوی وايي وسله والې ډلې د دې لارې په اوږدو کې له هغوی پیسې اخلي او د ډېرو پیسو په بدل کې یې بېرته ایران ته لېږي.

د دایکنډي اوسېدونکی احسان دولت یار له  ۷ کلونو راهيسي د ایران د اکسیجن د تولید په فابریکه کې کار کوي، هغه په دې موده کې پیسې ټولې کړې چې پرې اروپا ته ځان ورسوي.

دولت یار وېیلي چې له یوه ایراني قاچاقبر سره یې خبرې وکړې چې په یو زر او ۵۰۰ ډالرو یې په ناقانونه ډول ترکیې ته ولېږدوي، هغه وویل: «قاچاقبر ما او زما ملګرو ته چې ۱۴ کسان وو، ووېیل چې له هر یوه به ترکیې ته له رسېدو سره سم ۱۵۰۰ ډالر اخلم، موږ هوکړې ته ورسېدو او حرکت مو وکړ، له ۴ شپو او ورځو وروسته د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله ونېول شوو.»

دغه افغان کډوال وايي، وسله والو کسانو چې مخونه یې په ماسکونو پوښلي وو، خو په فارسي او ترکي ژبو یې خبرې کولې، موږ یې له ځان سره یوړو: «زموږ غاړي، پښې او لاسونه يې په ځنځیرونو وتړل چې ونه شو تښتېدلی. یواځې موږ نه وو، شپږ نور کسان یې هم نېولي ول.»

دولت یار وايي چې وسله والو هغوی شکنجه او ووهل، غږ او د هغوی ويډیو یې ثبت او د هغوی کورنیو ته یې ولېږله چې د خوشې کېدو په بدل کې یې ترې د پیسو غوښتنه کوله.

هغه وویل: «زموږ تيليفونونه غلو راڅخه وړي ول، په تيليفون یې د شکنجې پرمهال زموږ غږ او ویډیو ثبتوله او بیا یې زموږ کورنیو ته لېږله. زموږ له هر یوه یې له ۴ تر ۵ زره ډالرو غوښتنه کوله.»

له ایرانه ترکیې ته د لارې په اوږدو کې، ځوانان بېلابېلې تجربې او کېسې لري. یوشمېر یې وايي چې په دې لاره کې آن ځينې کډوال تري تم دي، ځینې یې وژل شوي او یوشمېر یې ټپیان دي.

احمد غفاري یو بل افغان کډوال دی چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې غوښتل د ترکیې له لارې اروپا ته ځان ورسوي. خو د ترکیې پولې «ماکو» سیمه کې یوې وسله والې ډلې ونيو.

غفاري وايي چې تر دریو شپو او ورځو شکنجو وروسته یې ورور ۳۵۰۰ ډالر د صرافی له لارې استانبول ته ولېږلي، چې له بنده خوشی شي.

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس پر لاس کېږي چې په هغو کې یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي چې غوښتل یې د ایران له لارې ترکیې ته داخل شي، خو د ترکیې پولیسو تر نېولو وروسته وهلي ټکولي دي.

له دغو ویډیوګانو په یوه کې یې شاوخوا لس کسان لېدل کیږي چې د سرطان مياشتي پر ۴مه ثبت شوې ده، یو کس پکې وايي: «د اوبو او وسپنو په نلونو وهل شوي یوو چې زموږ له ملګرو د یوه یې وضعیت اندېښمن دی. هیڅ مسلمان دغسې یو عمل نه کوي لکه د ترکیې پولیس چې يې کوي.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *