د سرپل د قشقري نفتو د استخراج چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د قشقري تاسیساتو د نفتو له څاه ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنیو چارو پرانیسته وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د قشقري تاسیساتو د نفتو له څاه ګانو څخه د نفتو د استخراج د لومړنیو چارو پرانیسته وکړه.
د یادو تاسیساتو د پرانیستلو پرمهال شیخ شهاب الدین دلاور وویل، چې د سرپل قشقري نفت د هېواد د اقتصاد مهمه سرچینه ده او له دې سرچینې څخه به د هېواد په آبادۍ کې کار واخیستل شي.
شیخ دلاور زیاته کړه، چې په دې پروژه کې به د تخنيکي او غير تخنيکي کارکوونکو استخدام او د دغه کان له عوايدو څخه بيارغونې ته به د سرپل ولايت ته لومړيتوب ورکړل شي.
ورته مهال د سرپل مرستیال او سرپرست والي داملا محمد نادر حقجو وویل، چې اسلامي امارت د هېواد په پرمختګ کې له داخلي سرچینو څخه خدمت کولو ته ژمن دی او هغه بنیادې کارونه چې په تېرو شلو کلونو کې نه و تر سره شوي اسلامي امارت تر لاس لاندې نیولي دي.
په همدې حال کې د یاد ولایت د امنیې قومندان مولوي عبدالبصیر مظهري د دغه ولایت د نفتو او ټولو کاني سیمو د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.