صحت

د خپلې وینې ګروپ پېژندل ستره اړتیا ده

د بیلابیلو معلوماتو او څیړنو پربنسټ ضروري ده چې هر انسان د ژوندانه په مختلفو پړاونو کې باید په هراړخیزه  توګه د خپلې وینې ګروپ وپیژني ترڅو داړتیا په وخت کې وکولی شي چې د انسان پالنې د ځانګړي احساس له کبله اړوکسانو ته چې د مختلفو عواملو له امله د ژوند په ډګر کې له مرګوني ګواښ سره مخامخ وي

شاه محمود درویش

د بیلابیلو معلوماتو او څیړنو پربنسټ ضروري ده چې هر انسان د ژوندانه په مختلفو پړاونو کې باید په هراړخیزه  توګه د خپلې وینې ګروپ وپیژني ترڅو داړتیا په وخت کې وکولی شي چې د انسان پالنې د ځانګړي احساس له کبله اړوکسانو ته چې د مختلفو عواملو له امله د ژوند په ډګر کې له مرګوني ګواښ سره مخامخ وي په ډاډه زړه د وینې مرسته وکړي او په بشپړ انساني احساس نوموړی شخص له مرګوني ګواښ څخه و ژغوري او یاهم د اړتیا په وخت کې لومړی شخص په خپله په بیړني توګه یاد شوې مرسته ترلاسه کړي، نو په دې اړوند ضروري بریښي چې لاندې ټکي په خورا دقت په خپل ذهن کې ولرو او د وینې د ګروپونو په اړوند خپل معلومات لا پیاوړي کړو، لکه څنګه چې د ډله ییزو رسنیو له قوله ویل شویدي :

د وینې د ( A ) ګروپ لرونکي اشخاص زیاتره په عصري مرضونو اخته، عادل او باوجدانه دي، همداشان هغه کسان چې د وینې د ( B ) ګروپ لرونکي وي، په مینه (عشق) کې احساساتي وي او د وینې د ( AB ) ګروپ لرونکي اشخاص خپل ځان نه شي اداره کولی او بالاخره د وینې د ( O ) ګروپ لرونکي اشخاص د وینې د نورو ګروپونو د لرونکو اشخاصو په پرتله زیات غم لري، ګڼ شمیر ارواح پیژندونکي په دې عقیده دي چې د وینې ګروپ کولی شي د انسان شخصیت وټاکي د پاریس یو تن ارواح پیژندونکی ( جین باتین) ویلي: د وینې ګروپونه د انسانانو د خاصیتونو د بنسټ ټاکونکي دي، یو جاپاني څیړونکي وروسته له څیړنو دې پایلې ته رسیدلی دی چې د وینې ګروپ د عمر ترپایه پورې بدلون نه دی کړی او نه یې کوي.

هغه اشخاص چې د وینې د ( A ) ګروپ لرونکي دي، زیارکښ، کارنده، صادق او باوجدانه دي او کار دوئ ته ستر ارزښت لري.

د پروفیسور (جورکینن) له نظره هغه کسان چې د وینې د ( B ) ګروپ لرونکي دي د (  A-O) ترمنځ شتون لري او ددغه ګروپ لرونکي معمولآ هغه نارینه دي چې هڅه کوي د وینې د( B ) ګروپ لرونکو ښځو سره واده وکړي، چې په پرله پسې توګه به له ستونزو سره مخامخ وي ځکه چې د وینې  د( B ) ګروپ لرونکی بخش له آزاد ژوند سره مینه لري.

هغه کسان چې د وینې ګروپ یې ( AB ) وي، د پوهانو ترڅیړنې لاندې دي او تراوسه کومې معلومې پایلې ته نه دي رسیدلي، خو پروفیسور(دیلاکور) د وینې د ( AB ) ګروپ لرونکو په اړوند داسې ویلي:

دغه اشخاص خپل حواس په ښه توګه نه شي اداره کولی او تل یې نظریات په تغیر(بدلون) کې وي او ځینې وخت له ځان سره هم توافق نه شي کولی د خپلو ستونزو په لمنځه وړلوکې د نورو مرسته او مشوره نه غواړي.

او غوره ګڼي چې خپله ستونزه په خپله حل کړي. دخپل ځان نیکمرغي ته ډیر فکر کوي، د مقابل لوری نیکمرغي او خوښي په وړاندې هم د قناعت احساس کوي.

د وینې د ( O ) ګروپ لرونکي اشخاص نسبتآ نورو ته ښه روغتیا او اوږد عمر لري.

(وندرکین) نسایي او ولادي ډاکټر او آلماني ارواح پیژندونکي په دې عقیده دي چې د وینې د ( O ) ګروپ لرونکي اشخاصو مقاومت هم له فزیکي پلوه غښتلی دی.

د وینې په اکثرو لابراتوارونو کې ثابته شوېده چې د وینې د ( O ) ګروپ لرونکي اشخاص د لږ څه رواني ستونزو له امله چې وروسته د نورو مرضونو لامل کیږي مراجعه کړې ده او بیا ددغه ګروپ لرونکي اشخاص د حرکت په حال کې دي، با انرژي، نوښتګر او د قوي ارادې لرونکي دي، اما ځینې وخت له کوم لامل څخه پرته غمجن کیږي خو سره له دې هم دغه ګروپ نسبتآ ښه ګروپ پیژندل شوېدی، هیره دې نه وي چې د ځمکې پرمخ ډیری کسان شته چې د خپل وینې ګروپ حتی د عمر ترپایه هم نه پیژني.

البته په دې وروستیو کلونو کې د سیمې هیوادونو په کچه د جاپان خلکو د خپلې وینې ګروپ د پیژندلو په اړوند ځانګړې لیوالتیا څرګنده کړېده.

همداراز دې ټکي ته موهم باید پام وې چې په ګران هیواد سرلوړي افغانستان کې، کله چې زمونږ هیوادوال الکترونیکې پیژند پاڼې اخلي په هغې کې د وینې ګروپ لیکل کیږي، همداشان دځینو مامورنیو په پیژند کارتونو کې هم د وینې ګروپ ثبتیږي، چې واقعآ دا ډیرغوره او مناسب کار دی، ځکه چې ډیری وخت د اړتیا پرمهال او حتی په ځینو بیړنیو حالاتو کې چې کله زمونږ د وینې ګروپ معلوم وي، دا په خپله ددې سبب کیږي که چیرې مونږ وینې ته اړتیا ولرو، له ځنډ پرته نور هیوادوال کولی شي په مناسب وخت کې مونږ ته د وینې مرسته وکړي، همداشان کله چې نور هیوادوال وینې ته اړتیا ولري، نو په هغه صورت کې کولی شو چې مونږ دوئ ته ډیر ژر د وینې مرسته وکړو، نو له شک پرته دا کار ددې سبب کیږي چې په بیړنیو حالاتو کې زمونږ او یا هم د نورو هیوادوالو ژوند له مرګوني ګواښونو څخه وژغورل شي.

همدارازد یادونې وړ ده هغه وخت چې زمونږ ځوانان د انسان پالنې د روحیې له‌مخې خپله یوه اندازه وینه  نورو کسانو ته ورکوي د خپلې وینې ګروپ باید ضرور له‌ځان سره یادداشت کړي او تل یې په یاد کې ولري، ځکه ډیره اړینه ده ددې لپاره چې خپل شخصیت وپیژنو، نو ښه ده چې د خپل دوینې ګروپ هم باید وپیژنو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *