د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو پلورلو په موخه ځایونه مشخص شول
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د پلورلو په موخه د مشخصو ځایونو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د پلورلو په موخه د مشخصو ځایونو د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه، کابل ښاروالۍ د لوی اختر په مناسبت د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځایونه په نښه کړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د څارویو پلورونکوته سپارښتنه شوې تر څو د لوی اختر په ورځو کې د خپلو څارویو خرڅلاو لپاره له ټاکل شویو ځایونو څخه کار واخلي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د سرغړونې په صورت کې به له هغوی سره په جدي توګه قانوني چلند وشي.
سرچینې زیاته کړې، چې عامه ځایونو او نورو ښاري سیمو کې د څارویو پلورل په کلکه منع دي.
کابل ښاروالۍ همدارنګه ویلي، چې د ښاریانو دروغتیا خوندیتوب او راز راز ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه، ټاکل شوي ځایونه د اهمیت وړ دي او هغه ښاریان چې غواړي څاروي و پېري، کولای شي په آسانۍ سره یې له نيږدې ځای څخه ترلاسه کړي.