صحت

هغه ناروغي چې د ناروغ ترڅنګ نورکسان ځوروي

   په انسانانوکې ځینې داسې ناروغې هم لیدل کېږي چې نارو غۍ یې نشوگڼلی بلکه داسې ستونزه وي چې ضرراومنفي اغیزیې پخپله ناروغ ته نه،بلکې دناروغ په خوا پورې نورو کسانو ته تکیه وی،چې یوه هم له دې ناروغیونه د (خولې بدبویي) ده چې پرې اخته کس ترې دو مره نه ځوریږی لکه نورو ته چې د سرخوږی سبب کېږي.

حیات الله حلیم

په انسانانوکې ځینې داسې ناروغې هم لیدل کېږي چې نارو غۍ یې نشوگڼلی بلکه داسې ستونزه وي چې ضرراومنفي اغیزیې پخپله ناروغ ته نه،بلکې دناروغ په خوا پورې نورو کسانو ته تکیه وی،چې یوه هم له دې ناروغیونه د (خولې بدبویي) ده چې پرې اخته کس ترې دو مره نه ځوریږی لکه نورو ته چې د سرخوږی سبب کېږي.

په رښتیا هم کله چې یوڅوک له کومې ناروغۍ  ونه ځوریږې نوپه درملنه کې یې هم کوټلې گا مونه،نه پورته کوي،او له بل پلوه د خولې بوی داسې ناروغي ده چې نه کوم جا نبي عوارض لري اونه هم ناروغ ته کومه نیغه ستونزه پکې تکیه وي نوخود به یې په وړاندې بې توپیره اوپه ډیره بې پروایی به په خوا پورې کسان ځوروي ، جالبه ده هغه کسان چې د خولې پربوی اخته وي په خواپورې د بل کس سره د خبرو پرمهال دا ترې هیر وي چې خوله یې ستونزه لري باید د خبروپه مهال ځان کنترول کړي ، برعکس څومره یې چې وس کېږي خوله د خبرو په مهال د اوریدونکي سپږمو ته ښه ورنیږدې کوي او که احیانا اورېدونکی خپلې سپږمې ګونجې یا تندی تریوکړي بیا ترې خفه هم وي ، نوښه داده هغه کسان چې خوله یې بوی کوي باید ځان اوخوله کنترول کړي څو بل ته دسرخوږی سبب جوړ نشي .

د خولې بوی کولای شوپه لومړی گام کې په دوو برخو وویشو.

لومړی : ځینې وختونه دا ستونزه عارضي وي اوهغه څوک چې هوږه ،پیاز او یا داسې نور ورته تیزذایقه شیان وخوري نوخوله یې تریوه معین وخته پورې بوی کوي چې دا ستونزه بیا پخپله لری کیږی .

دو هم : د خولې دا یمي بوی دی چې هغه هم بیا په دوه برخو ویشلی شو

الف :  هغه بوی چې په غاښونوکې د خوراکې توکود پاته شونود فساد له امله را منځ ته کېږې اوکنترول یې هم  ډیرآسانه اوساده دی که څوک د هغه په کنترول کې اقدام ونکړې دا به نو داسې کس وگڼو چې اصلا له نظافت سره مینه نلري ددې بوی د له منځه وړلوښه په ځای ساده آسانه او ارزانه چاره له ډوډۍ خوړلو وروسته د یوه پاک تاریا غاښ تومبوني په واسطه د غاښوله منځو نه خوړوپاته شونې را ایستل دي، ځکه چې هغه دغاښونوپه منځ کې د پاته کېدوله امله ورستیږي اوبیا بوی جوړوي چې کنترول یې  نه یوازې غاښونه پاکوي بلکې د اوریو په کلکوالۍ اود نورو ناروغیوله را منځ ته کېدوهم کلک  مخنیوې کوي .

او بله اغیزمنه لاره یې  د مسواک استعال دی چې دا پخپله سنت طریقه هم ده اوپه ډاډمنه تو گه  له غاښو د خوراکې توکو پاته شونې توږې اوغاښ سپینوي خود مسواک اوپه تارد غاښوپاکولو ترڅنگ  د هغه  (ژابلو) استعمال هم چې قندي مواد ونلري د خولې د بوی په کنترو ل کې اغیزمن او ډاډمن رول لوبوي .

ب : د خولې دایمي بوی چې دا بوی د نارو غ په کنترول کې نه وي او نورعوامل ددې سبب شوي وي چې خوله بوی وکړي دا بوی د ځینو نارو غیو د ابتلا په صورت کې لکه د غاښو د اوریو پړسوب د غاښونو په منځ کې پټ چرک اوهمدارنگه ځینې نورې نا رو غۍ لکه مرگي ٬د شکرې ناروغي،د شش ،سر طان اودنوروعصبې ناروغیوپه صورت کې خوله بوی لري چې ددی بوی کنترول  بیا د نارو غ له وسه اوتوانه لوړکاردی . اوهمدارنگه د ځینو درملو استعمال هم د خولې بوی را منځ ته کوي  چې کولای شو د وینې د فشار ضد درمل ٬د ستړیا او همدارنگه د هغه حساسیتونو د کنترول دې درمل استعمال چې د خولې وچوالۍ پکې نغښتۍ وي،نومونه

وا خلو .

د الکولوسگرتواونصواروپه استعمال سره هم د خولې بد بو یې را منځ ته کېږې چې دا هم دناروغ  بې ( غورې ) گڼلې شو چې په لوی لاس یوکس خپل ځان ورسره مخ کوي خوترټولوښه اوپه ځا ی خبره داده چې په ټو لنه کې د خلکو ترمنځ په اخلاقې لحا ظ دیوه سالم انساني چاپیریال درامنځ ته کېدو لپاره خپل نظافت ته پخپله پام وکړواود خپلې بې غورې له امله چاته د سرخوږی سبب جوړنشو چې دا نه یوازې زموږ د شخصیت د نورو په ذهن کې دکرکې او نفرت سبب کېږي بلکې اخلاقا هم ښه کار نه ګڼل کېږي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *