اجتماعی

چاپېریال د اونۍ په مناسبت غږیز چاپېریال هم باید خوندي وساتل شي

لوړغږ، شورماشور، غالمغال، د موترو بیځایه هارنډونه، د استوګنې د ښارګوټیوپه کوڅوکې دسابوپلورونکو اوکباړ را ټولونکود لوډسپیکرونو لوړآوازونه دا ټول هغه څه دي چې غږیږچاپیریال په فوق العاده ډول اغیزمنوي او انسانانو ته دځوراو سرخوږي سبب کیږي.

حیا ت الله حلیم
لوړغږ، شورماشور، غالمغال، د موترو بیځایه هارنډونه، د استوګنې د ښارګوټیوپه کوڅوکې دسابوپلورونکو اوکباړ را ټولونکود لوډسپیکرونو لوړآوازونه دا ټول هغه څه دي چې غږیږچاپیریال په فوق العاده ډول اغیزمنوي او انسانانو ته دځوراو سرخوږي سبب کیږي، دغه چاپیریال ککړول نه یوازې د لوډسپیکرونو بیځایه لوړاوبی ضرورته آوازونه، د نقلیه وسایطوهارنډونه اغیزمنوي بلکې د استوګنې دیوه ښارپه سرترهوایی ډګرپورې تېر شوی د الوتکومسیرترټولو زیات غږیزچاپیریال زیانمونوي، همدا اوس وینو چې د کابل ښارپه فضا کې په ډېره ټیټه ارتفاع څرخېدونکې چورلکې غږیږ ګرځي اودومره (ټپا ـ کوټا ) ترخېژي چې د ژوند چاپیریال ترټولوپه لوړه کچه اغیزمنوي ، له بده مرغه تراوسه ددې نقیصې د مخنیوي لپاره په مسلکي اوحقوقی ډول قوانین نه دي وضع شوي، په نوره نړۍ کې د شپې له ټاکلي وخت وروسته الوتکي د استوګنځایونوپه سرترسهاره د پروازکولوحق نلري اود استوګنې چاپیریال کاملاً خوندي وي ځکه هلته دمسکوني چاپیریال د خوندي ساتلو لپاره دیوه منل شوي میکانیزم په رڼا کې داسې منل شوي اوتائید شوي تطبیقي قوانین موجود وي هیڅ قدرت ترې سرغړونه نشي کولای، خو زموږ په هېواد کې تراوسه دې موضوع ته د چارودمسؤلینوپام نه دی وراوښتی، د انساني حقوقوله مخې خوندي چاپیریال د هروګړي مسلم حق دی ځکه هرهغه څه چې دژوند په چاپیریال کې ځوروونکي اوضرررسوونکي وي باید مخنیوی یې وشي، چې مخنیوی یې د قوانینوله مخې په مطلق ډول په حکومت پورې اړه لري، هغه څوک چې عمدا چاپیریال ککړوي نودا کسان به حتمي سلوکي انحراف هم لري نوځکه عادي افراد نشي کولای چې دغه ډول چاپیریال ککړوونکو ته اخلاقي یادونه اوسپارښتنه وکړي ځکه ښایې له ځنډ پرته په لانجه ورسره واوړي نوښه داده چې له شوراو زوږ څخه د خوندي چاپیریال په اړه دولت داسې قوانین ولري چې د رعیت په ګټه وي ..
دغږیږ چاپیریال خوندیتوب هم دنورو چاپېریالونوپه شان د انسانانو لپاره اهمیت لري ځکه شوراوزوږ قریحه ګڼه ګوڼه په مغزبد اغیزه کوي ځینې داسې کسان هم پیدا کېږي چې د غیرمترقبه لوړغږ له جوړونکي سره په جنګ واوړي اوعلت یې هم د لوړغږ تولید وي ، که څه هم په دې وروستیوکې زموږ په هېواد کې د استوګنې په محلونو کې غږیږ چاپیریال بشپړنقض شوی ځکه د استوګنې په محلونو (کوڅو) کې لاس پلورونکي له خپلو لودسپیکرونوڅخه داسې ځوروونکي غږونه پورته کوي چې په مخنیوي یې د چا زوراو وس نه رسیږي اوکه څه ورته وویل شي، سم په لاس له (ویونکي) سره په جنګ اوړي، دوی لنډ دلیل را وړي، غریبي ده، اولاد مي له لوږې مري، څه وکړم، چې کارونکړم اوکه کباړرا نیونکي ماشومان غږیږ چاپیریال اخلالوي نوهغوی هم سم په لاس وایي، یتیم یم څوک نلرم چې ډوډۍ را کړي، باید کاروکړم اود ځان لپاره ډوډۍ پیدا کړم، نوستونزه چیرې ده، چې نه معلومیږي ؟ ملامت څوک دی اوسلامت ؟ د نظرسنجۍ له مخې دا خوسمه ده هغه کس چې په خپله چیغې وهي اویا یې لوډسپیکرچالان کړی وي، خپل اقتصادي هله ځله کوي، موږ څه نه وایو، دا یې حق دی، خوحقیقت دادئ چې چاپېریال ککړونکی یوکس خود لوډسپیکرله لارې غږ یې د سلهاوکسانو لپاره داسې ځورونکی سرخوږی جوړ کړي وي چې په کوڅه کې ټول پراته کورونه ترې په عذاب وي، که چیرې یوښاري عابرپه ښارکې د موتروله غږونوڅخه ترپزې را ورسیږي کورته د رسېدلو په هیله به دا غږونه وذغمي، خوکه کورنی چاپیریال ورته غږیږ شي نوبیا به په کومه تښتي ؟ له دې څخه بد تر٬ یوشمیرچلوونکي چې ترافیکي مسؤلین هم په رڼوسترګو ورته ګوري، ددې لپاره چې دواسطې یې لوړغږ پورته شي، په (سلنسر)پورې یې داسې آله ورتړي چې د اکسلیټر په وخت کې یې غږ څو برابره لوړشي، ددې نیمه ناحق پدېدې مخنیوی به څوک کوي، په داسې حالاتوکې واسطې ته نیږدې کسان باید کښیني اویا خپل غوږنه په خپلو (ورغویو) ټینګ بند کړي ګیله مو دلته ده چې ولې د ترافیکو مسؤلین دا نقیصه نشي تشخیص او کنترول کولای چې ددوی ددندې په اقتضا دا د ښاریانو په وړاندې لوی جرم ګڼل کېږي چې ددغه بوالهوس چلوونکي لخوا ترسره کیږي .
وروستیو څیړنو ښودلې ده چې غږیږ چاپیریال نه یوازې په انسانانو منفي اغیز اچوي او مغزي فشاریې لوړوي بلکې په څارويو اونورو حیوانات هم منفي اغیزاچوي، له بل پلوه غږیږ چاپیریال ترټولوپه ښوونځیو٬ پوهنتونو، روغتونو٬ وړکتونو اود عامې رو غتیا په نورو تاسیسا توترټولو لوړمنفي اغیزاچوي نو ځکه له روغتون، وړکتون
ښوونځیوسره نېږدې د سړک په غاړه د منع هارنډ اشارې لګول شوې وي خو زموږ به هېواد کې هېڅکله څوک پاملرنه نه ورته کوي ځکه زموږ هېواد وال د قانون تر رعایت په قاون ماتلو کې ګړندي ثابت شوي او دا ورته بد ښکاري چې اخلاقي سپارښتنې رعایت کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن