گزارش

په کندهار کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت د «سنو فارما» د درملو کارخونه پرانیستل شوه

په کندهار کې د ۷۱ پانګوالو له لوري د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درمل جوړولو کارخونه جوړه او د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

‏په کندهار کې د ۷۱ پانګوالو له لوري د ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت د «سنو فارما» په نوم د درمل جوړولو کارخونه جوړه او د اسلامي امارت د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د یادې کارخونې مشر محمد سعيد صديق وویل، چې د دغه کارخونې په جوړونه کې ۷۱ سوداګر، د درملو شرکتونه او یو شمېر درملتونونه برخه لري، چې ۵۰ میلیونه امریکايي ډالر پرې لګول شوي، چې نړۍ په ۸۴ هېوادونو کې راجستر شوې او ماشینري یې د WHO او GMP پر نړیوال سټنډرډ برابره ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سنو فارما کارخونې جوړښت درې برخې لري، چي لومړۍ يې جوړه او فعاله شوه او د پاتې دوو برخو چارې به په نژدې راتلونکي کې بشپړې شي.

هغه وویل، چې د درمل جوړولو دغه کارخونه د ۸ کاري ساعتونو په موده کې ۵ میلیونه او ۸۰۰ زره ګولۍ، ۲ میلیونه کپسول او ۶۰ زره بوتله د شربت جوړولو ظرفیت لري، چې له دې سره به په هېواد کې ۲۵ سلنه د درملو اړتیا په کور دننه پوره شي. د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د صنعت ارزښت بيان کړ او د ځان بسیاينې له پاره يې د صنعت پراختيا غوره لاره یاده کړه.

عمر زیاته کړه، چې په افغانستان کې یو میلیارد ډالر له ناروغانو څخه هر کال پر درملو مصرف کېږي او بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو د دغه مصرف رقم ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي؛ د درملو د معیاري تولیدي کارخونې په جوړېدو او د بې کیفیته درملو مخنیوي سره کولای شو، چې په بهر کې د افغانانو د لګښت او په داخل کې د زیات لګښت مخه ونیسو.

ورته مهال د  افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د ملي سوداګرو ملاتړ او همکاري کوي او له ملي سوداګرو يې غوښتنه وکړه، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، صنعت او سوداګرۍ ته دې وده ورکړي او د ځان بسیاینې پر لور دې چټک ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وویل، چې مجاهدینو د تن په غوښو افغانستان ته آزادي ورکړي، اوس دغه آزادي ساتنه غواړي او په دې کې ملي سوداګر رغنده رول لري، چې د پانګونې ترڅنګ خلکو ته د کار په پیدا کولو سره همدې هدف ته ځان رسولی شو.

ورپسې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيح الله مجاهد وویل، چې د اسلامي امارت مشران د ملي سوداګرو ټينګ ملاتړ دي  ځکه اسلامي امارت د ابادۍ سره ډېره مینه لري او هڅه داده، چې دلته پانګونه وشي، پرمختګ وکړو، نور افغانان له کړاونو خلاص او په ټولو برخو کې پر ځان بسیا شي.

همدارنګه د کندهار والي ملا محمد شیرین آخند د دغه کارخونې جوړېدل ستر ګام یاد کړ او ویې ویل، چې اوس ملي سوداګرو ته په کار ده، چې دلته پانګونه وکړي، صنعت او سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي او خلک په کار بوخت کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس حاجي محمد یونس مهمند، د تولیداتو پر کیفیت ټېنګار وکړ او د یادې کارخونې له مسوولینو یې وغوښتل، چې په کارخونه کې داسې باوري کسان په دنده وګوماري، چې د تولیداتو کیفیت ته ژمن و اوسي. مسوولین زیاتوي، چې دغه کارخونه د ۶ کلونو په موده کې جوړه شوې، چې راتلوونکي کې به ۵۰ میلیونه ډالر نور هم په ۵ پاسونو کې مصرف کړي، ترڅو دا کارخونه نوره هم غني شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن