افغانستان

اسلامي امارت د آسترالیا د جنګي جرمونو پلټونکي افغانستان ته راوبلل

اسلامي امارت د آسترالیا چارواکو ته بلنه ورکړې، چې د آسترالیایي سرتېریو د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره افغانستان ته ډاډه سفر وکړي.

اسلامي امارت د آسترالیا چارواکو ته بلنه ورکړې، چې د آسترالیایي سرتېریو د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره افغانستان ته ډاډه سفر وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آسترالیایي رسنۍ SBS سره په خبرو کې وېیلي؛ اسلامي امارت د آسترالیايي   چارواکو امنیت تضمینوي، چې د قربانیانو له کورنیوو سره ډاډه خبرې وکړي.

نوموړي څرګنده کړې؛ د وژنو ټولې قضیې او هغه څه، چې دوی یې جرم ګڼي و‌به څېړل شي. زموږ له همغږۍ او ګډون وروسته به یې سل په سلو کې په ډاډه زړه امنیتي تدابیر ونیول شي. په دې برخه کې کومه ستونزه نشته.

په دې وروستیوو کې د آسټرالیا یوې محکمې حکم وکړ؛ هغه راپورونه، چې پخواني سرتېري بین رابرت سمیت په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي، چې تر ډېره رښتیا هم دي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې سمیت د هغو ورځپاڼو پر وړاندې شکایت وکړ، چې راپور یې خپور کړ.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه وېیلي:«موږ دا قضیه څارلې ده؛ خو په افغانستان کې داسې انګېرل کېږي، چې دا سمبولیک عمل دی، ځکه د آسترالیا پوځیان شل کاله دلته ول او د امریکا د جګړې ملاتړ یې کاوه، چې ډېر کسان یې وژلي او کړولي دي.»

دغه راز په آسترالیا کې یوه خپلواکه اداره د ۴۰ جنګي جرمونو تورونه څېړي، چې وېیل شوي آسترالیایي ځواکونو کړي دي.

ځانګړي پلټونکي کریس موریتس د فبرورۍ په میاشت کې وېیلي وو، چې پلټونکيو په افغانستان کې له شاهدانو سره د لاسرسي د نشتوالي له کبله مرکې نه‌دي کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *