فرهنگی

د مطالعې ګټې

مطالعه دپوهې دکچې په لوړولو او د ښولارو دښودلو یوازینۍ وسیله ده، چې د خدای (ج) مخلوقات سمې لارې ته بیایي او له بدو او ناسمو لارو څخه د مخنیوي لپاره لکه د یو قوي او نه ماتېدونکي ډال په حیث رول لوبوي.

شیرمحمد امینی ستانکزی

مطالعه دپوهې دکچې په لوړولو او د ښولارو دښودلو یوازینۍ وسیله ده، چې د خدای (ج) مخلوقات سمې لارې ته بیایي او له بدو او ناسمو لارو څخه د مخنیوي لپاره لکه د یو قوي او نه ماتېدونکي ډال په حیث رول لوبوي.

دمطالعې ارزښت په اسلام کې لوړ مقام لري، دتاریخ په اوږدو کې علماوو  او پوهانو د علم، ادب او مطالعې په اړه ډېر تاکیدکړی او د الله تعالی مخلوقات يې د مطالعې لوري ته هڅولي دي .

مطالعه د حافظې په پیاوړتیا او انکشاف کې رغنده رول لوبوي، دا به تاسو ته جوته شوی وي، چې که یو کس د مطالعې نړۍ ته مخه وکړه او لوست يې د ځان عادت وګرځول، نو خامخا د ده کس حافظه وده کوي او په هر ډول موضوع باندې ښه پوهیدلی او له وړاندې موضوع درک کولای شي.

مطالعه په خلکو کې تېروتنې راکموي، ځکه انسان له تېروتنو سره مخ وي؛ خو ددغه عمل په راکمول کې دغوره او مناسبو کتابونو په مطالعې ترسره کېدای شي.

دلوست مهمه ځانګړنه داده، چې فکرونه د منفي څخه مثبت لوري ته بدلوي او بیا د دې سبب ګرزي، چې  مثبت فکر انسان د بریا په لوري بیايي او د منفي افکارو والا انسانانو حافظه له هر رنګ تشویشونو ډکه او په کړاونو یې سر  وي، نو غوره خو داده، چې په مثبتو افکارو ځانونه روږدي کړو او له منفي خیالاتو ځان وژغورو. نو دا عمل په مطالعې ترسره کیدونکې ده.

دلوست او مطالعې یوه ګټه داده، چې انسان خودمختاره کوي، هغه څه ورزده کوي، چې له وړاندې ورباندې نه پوهېده او هغه نړۍ ته يې بیايي چې په کې هر ډول پرمختګونه او هوساینې شته دي. ځکه مطالعه  دنويو څیزونو په زده کړه کې انسان ته لارښوودنې کوي، چې د یوه کار په کړو او نه کړو تشویقوي، موږ ته هغه څه راښيي، چې د نړۍ په کچه پوهانو، کادري او مسلکي کسانو اختراعګانې کړي دي او پر پل يې موږ قدمونه اخلو او د هغوی له تجربو نورو اختراعګانو پسې ځوو.

د ژوندانه بدلون یوازې په مطالعې شونې ده، ځکه په انساني کړنو مثبت اثرات ښيندي، د انسان ظاهري او باطني خواصو په جوړولو کې مهم رول اداء کولای شي.

په ورځنیو چارو کې مطالعې لپاره وخت ټاکل د ذهني فشار په کمولو کې مثبته پایله رامنځته او د اسټرس په لمنځه وړلو کې خورا تمرین ګڼلی شو .

د مطالعې ترسره کول نه یوازې موږ ته څه را زده کوي؛ بلکې له ناوړو کړنو او بې ځایه خبرو هم ژغوري. نو که چېرې غواړئ، چې ښه وخت مو تېر شي او چاته بدې خبرې ونه کړو، په خپلو بچیانو زده کړه  او مطالعه وکړئ او د مطالعې فرهنګ په عامه خلکو کې دودیز کړئ.

مطالعه په نفس اعتماد زیاتوي او انسان دې ته چمتو کوي، چې دټولنې دپرمختګ لپاره ښه کارونه وکړي او ځان دیو بشپړ انسان په توګه ومني.مطالعه دانسان دشخصیت په جوړولو کې ډېره مرسته کوي، دانسان وقار او عزت لوړوي او په ټولنه کې له نورو اشخاصو په درناوي کې مخکښ وي .

دا خبره له ډېره پخوا د ولسونو ترمنځ عامه وه، چې وايي: دانسان ښه ملګری کتاب دی. رښتیا هم  دغه ملګری تاسو سره تل وي، دهمدې ملګري له ګټې تاسي نه پریږدي، چې خپګان وکړئ او هغه څه در زده کوي، چې غواړئ، د لویو لویو ډڼدو خاوندان او د لوړو فکرونو اتلان واوسئ.

کتاب چې ښه ملګری ده، نو د دې ملګري په وسیله خپلو ځانونو کې ستر بدلونونه راولو او کومه ګټه چې ورڅخه اخلو باید تر نورو يې هم ورسوو. دمطالعې له برکته سړی په ځان باورمن کېږي، چې څه يې زده کړی وي، هغه په ورځنیو چارو کې ورڅخه ګټه پورته کوي  او نورو ته يې هم په ډاګه کولای شي.

مطالعه انسان دنیشه يي توکو څخه ژغوري. مطالعه دانسان حافظه قوي کوي، دنړیوالو فرهنګونو نه يې خبروي او مطالعه ترسره کول انسان له نړۍ سره نښلوي.

نو راځئ؛ چې په ورځ کې که نور نه وي، دکم وخت په لړ کې دوه یا درې ساعته دکتابونو لوست په منظم ډول ترسره کړو او پایله به يې وګورو، چې موږ په ځان کې څومره اغیزمن بدلون راوستی دی. نو موږ باید د پورتنیو مواردو چې ګټې يې بیان شوې، مطالعې ته مخه کړو او باید چې مطالعه وکړو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن