افغانستان

افغانستان کې سېلابونو ۱۳ کسان مړه کړي

په افغانستان کې سیلابونو ۱۳ کسان مړه کړي او کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

په افغانستان کې سیلابونو ۱۳ کسان مړه کړي او کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو وېیلي، چې وروستیو سېلابونو اته تنه ټپيان کړي او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.
د افغانستان ملي ټلوېزیون وېیلي، په وروستیو ورځو کې په وردګو، لغمان، پکتیکا، خوست، ننګرهار، دایکندي، غور او کندهار ولایتونو کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د اړونده ارګان ویاند شفیع الله رحیمي وویل:«له بده مرغه زموږ ۱۳ تنه هیوادوال شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه راز ۵۶ کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي او ۵۴ نور کورونه زیانمن شوي دي.»
د وروستيو سېلابونو له امله زيانمن شويو خلکو پر وخت د مرستې غوښتنه کړې ده.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، دوی له مرستندویه ادارو سره کار کوي څو زیانمنو شویو ته لازمې مرستې ورسوي.
رحیمي وویل: موږ په تېره یوه میاشت کې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۱۳ زره اړمنو او زیانمنو کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي توکي او نغدي مرسته رسولې ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *