اجتماعی

کاسا زر پروژه او اهمیت یې!

کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه ده، چې په ترسراوي سره یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول کېږي.

ناصرخان شېرزی

کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه ده، چې په ترسراوي سره یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول کېږي. د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي. د دې پروژې  هوکړه لیک د ۲۰۲۰ م کال په پای کې د یادو څلور واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د یاد تړون له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د  ۱۳۰۰ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي. د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې په تېر کې نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې وې.

د برېښنا د لېږد سترې ملي پروژې چارې چې د هېواد دننه د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان برېښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، کولای شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زمینه برابره کړي. پاکستان چې د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا د نه شتون له جدي ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، له دې لارې به وکولای شي خپله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کړي. اټکل کېږي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره په سیمه او څلورو هېوادونو کې د غربت مخه ونیول شي او تر پلې کېدو وروسته د زرهاو دندو پیدا کېدو لامل شي. د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شي او غربت به له منځه یوسي.

تر دامهاله د کاسا زر پروژې د رغونې چارې په قرغزستان کې ۹۷ سلنه، تاجکستان کې ۷۰ سلنه، افغانستان کې ۳۰ سلنه او په پاکستان کې ۵۰ سلنه ترسره شوي.

تمه وه چې دا پروژه تر ۲۰۲۳ م کال پورې بشپړه شي، خو د سیاسي تحولاتو په راتګ سره د دې پروژې چارې په ټپه ولاړې دي.

د اسلامی امارت چارواکي وايي، چې د سیمې هېوادونو سره یې په دې اړه مشورې دوام لري او له نړیوال بانک سره یې د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د عملي کولو په اړه د همکارۍ هوکړه کړې ، چې په بشپړېدو سره به یې هر کال ۶۵ میلیون دالر عواید افغانستان ته راځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *