د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ډاکټر قلندر عباد پرون (سې شنبه د سلواغې څلیریشتمه ) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ډاکټر قلندر عباد پرون (سې شنبه د سلواغې څلیریشتمه ) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له استازي سره وکتل.
د عامې روغتيا وزارت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتيايي مرکزونو د پياوړتيا په ځانګړي توګه د ودانيو د رغولو، د ګرځنده روغتیایی ډلو د پیاوړتیا، پوره همغږۍ، د روغتیایي څانګو تخنیکی ملاتړ او نورو همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او عرضې ښه کول او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زیاتول د دغه وزارت له لومړیتوبونه یاد کړل او په دې اړه وایي: مونږ به له اړوند مسوولینو سره د همکارۍ لهمخې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتو.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د روغتیا په برخه کې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د امکاناتو په نظر کې نیولو سره به د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړو.
ویل کېږي، چې د روغتيايي مرکزونو د ودانيو له بیا رغولو سره به د سیمې خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.