فرهنگی

د شېرشاه سوري د وفات ۱۷۸ کلونه پوره شوه

د مې میاشتې ۲۲ مه په هند کې د افغان پښتون امپراتور شېرشاه سوري ۴۷۸ تلین دی. شير شاه سوري، چې له ۱۵۴۰ تر ۱۵۴۵، پورې په هندوستان کې پاچا و، د ۱۵۴۵ د مې په همدې ورځ وفات شو.

د مې میاشتې ۲۲ مه په هند کې د افغان پښتون امپراتور شېرشاه سوري ۴۷۸ تلین دی. شير شاه سوري، چې له ۱۵۴۰ تر ۱۵۴۵، پورې په هندوستان کې پاچا و، د ۱۵۴۵ د مې په همدې ورځ وفات شو.
فرید خان شېرشاه سوري ته د هند خلکو د سلطان العادل لقب ورکړی او هغه یوازینی پښتون و چې په مرګ یې د هند لوی واړه او د هر مذهب خلکو ژړلي.
دغه ځیرک ستراتیژیست امپراتور په هند کې داسې اقتصادي ـ نظامي قوانین او سیسټمونه وضع کړل چې حتی اوس هم ترې اقتباسونه شته.
د هند روپۍ او پوستي سیستم همدغه پښتون امپراتور په خپله پنځه کلنه واکمنۍ (۱۵۴۰ -۱۵۴۵) کې رامنځته کړ، په هند کې یې د شېرګړ په نوم د وخت موډرن ښار ودان کړ او د اوومې پیړۍ پاتالي پوترا کنډر شړی ښار یې د پټنه په نوم بېرته له سره ورغاوه.
دغه افغان اتل په هند کې کلداره روپۍ جوړه کړه چې اوس هم په ځينو آسيايي او افريقايي هېوادو کې دنغدو پيسو په توګه لکه اوسني هندوستان، پاکستان، بنګله ديش، سريلانکا او نيپال کې چلېږي.
دوهم يې د دولت له بوديجې څخه خوارو او غريبو ته بنسټ جوړ کړ. چې وروسته اروپايانو هند ته د تګ په مهال دغه سیستم ته پام شو او همدغه سيستم یې اروپا او امريکا ته ولېږ داوه
همایون دغه ستر پښتون ته د استاد البادشاهان خطاب کاوه.
خوشال بابا د شېرشاه په یاد کې وایي:
د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه وو پادشاهان
شپږ اووه پیړۍ یې داسې پادشاهي وه
چې په دوی پورې درست خلک وو حیران
و مغلو ته به داسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فرید خان شي
شېرشاه لومړې د مغولو په لښکر کې يو سرتېری و، وروسته د پوځ مشري وروسپارل شوه او بيا د هند په بيهار ولايت کې والي شو. په ۱۵۳۷ ز کال کې چې کله مغول پاچا همايون په سفر وتلی و، نو شېرشاه سوري بنګال تر خپلې ولکې لاندې راوست او په همدې توګه يې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې د هند د سوري امپراتورۍ بنسټ کېښوده او خپل پايتخت یې ډیلي اعلان کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن