اخبارافغانستان

قطر د سوري زړه ۱۶۹ ماشومانو درملنه کوي

د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې د مسئول ډاکټر محمد صالح ابراهيم او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص تر منځ د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو د درملنې په موخه هوکړه ليک لاسليک شو.

د هوکړه ليک د لاسليک پرمهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست مولوي مطيع الحق خالص په خپلو څرګندونو کې د قطر هېواد د سرې میاشتې د اوږدمهالو مرستو مننه وکړه او د افغان ولس د لاسنيوي په برخه کې یې د قطر پر همکاريو خوښي وښوده.

نوموړي همدارنګه له ټولو هغو خيرپالو مرستندويه بنسټونو هم مننه وکړه، چې د يادو ناروغانو د درملنې په برخه کې یې سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې سرې میاشتې د تېرو 2 کلونو په موده کې ۳۰۹۴ د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او زرګونه نور ناروغ ماشومان لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *