افغانستان

له 3929 اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې

افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د ملک سلمان خیریه بنسټ د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل دي.

افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولايت ازره ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د ملک سلمان خیریه بنسټ د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل دي.
همدارنکه د کندوز ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې ۶۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش په تعقیب ۴۰۰ نورو کورنیو ته د روغتیا ساتنې په موخه، د ځان او کالیو وینځلو صابونونه، شامپوګانې، د غاښونو کریمونه او برسونه، څادرونه او څپلکې وویشل شوې.
دیوبل خبر له مخې په خوست ولایت کې ۳۹۵ زلزله ځپلو کورنیو نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د پاملرنې موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ اړوند ۳۹۵ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې په لومړۍ پړاو کې ۱۵۸ کورنیو ته د کور کرایې لپاره ۱۴۷۰۰ او ۱۸۷۰۰ افغانۍ د ژمني مرستې په توګه او هرې کورنۍ ته ۱ د جامو کېټ، همدارنګه په دویم پړاو کې ۲۳۷ کورنیو ته د کور کرایې لپاره ۱۴۷۰۰ افغانۍ او ۲۲۷ هرې کورنۍ ته ۱۸۷۰۰ افغانۍ د ژمني مرستې په توګه او ۱ د جامو کېټ ووېشل شول.
بل لوری په میدان وردګ ولایت کې ۲۶۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د PIN موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له امله ۲۶۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته د کور ترمیم لپاره له ۱۲۰۰۰ نه تر ۱۹۰۰۰ نغدي افغانۍ چې په مجموع کې ۳ میلیونه او ۳۳۸ زره افغانۍ کېږي، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
دیوبل خبر له مخې په نورستان ولایت کې ۱۵۶۳ کورنیو نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
د نورستان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په همغږي، د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۱۵۶۳ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ نغدي افغانۍ، ۳ تختې کمپلې او د ژمني جامو کېټ ووېشل شول.
بل خوا په میدان وردګ ولایت کې ۵۱۳ بېوزله کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UNOCHA په مالي ملاتړ او د DRC موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۹ زره نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
دغه راز زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۳۴ بېوزلو کورنیو ته د لمریزې بریښنا څراغونه وویشل شول.
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په مرکي خېلو سیمه کې ۱۲۰ تنو ته د او آر ایس کورني محلول د جوړولو، د ساري ناروغیو او کویډ۱۹ د مخنیوي او یو شمېر نورو ناروغیو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *