گزارش

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او د افغان ملې بانک تر منځ دوه اړخیزه تړون لاسلیک شو

د افغان ملې بانک او د ترافیک پولیسو عمومي ریاست لخوا دوه جانبه تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې د ترافیک پولیسو عمومي ریاست کې د افغان ملي بانک څانګه د افغانانو د لا اسانتیا لپاره پرانیزي، چې له دې وروسته به د تعرفې پیسو د تحویل لپاره به اړتیا نه وي چې د یاد ریاست څخه بهر لاړ تر څو خپلې تعرفې تحویل کړي، په خپله ریاست کې به د پاسپورت، ترافیکي او بانکي تعرفې د یاد ریاست په انګړ کې تحویل کولای شي.

د افغان ملي بانګ رئیس دوکتور شاکر جلالي وایي: اسلامي امارت دې ته ژمن ده چې په ټول هېواد کې هر څه په منظمه او شفافه ټول مالي مسایل په رڼه توګه پر مخ لاړ شي، نو ترافیک پولیسو له عمومي ریاست سره په تفاهم په یاد ریاست کې د افغان ملي بانک څانګه د افغانانو ته  د ښه خدمت، اسانتیا او هوساینې  په موخه پرانیزي.

جلالي زیاته کړه: په دې سره به ولس لپاره اسانه شي، لدې مخکې تعرفې له مرکزي بانک کې تحویل کېدلې چې اوس په هېواد کې دولس بانکونه د ولس په خدمت کې دي او خلک کولای شی تعرفې ترلاسه کړي.

د جلالي په وینا د اوس لپاره مو د افغان ملي بانک څانګه د ترافیک پولیسو په عمومي ریاست کې پرانیسته او زمونږ موخه دا ده چې د هېواد ټولو صفري نقطو ته خپل دغه خدمت وغځوو.

د نوموړي وویل: مونږ په یووېشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، نو باید په هېواد کې سیستمونه برېښنایي شي چې تر څو په اسانه د موبایل له لارې خپلې کارونه پر مخ یوسي. افغان ملي بانک په دې هڅه کې ده چې د خپلو افغانانو راکړې ورکړې لپاره د موبایل او کارت اسانتیا په نږدې راتلونکې کې په خصوصي او دولتي چارو کې برابره کړي، تر څو د زده کړو، صحي او بانکي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی ولري او دا د هر افغان حق دی.

د جلالي په وینا د خپل بانک تاریخ ته په کتلو، خپل کارونه په باوري او شفافه توګه پر مخ یوسو. مونږ غواړو چې افغانان په معاصره تکنالوژۍ او معاصره بانکدارۍ پوه شي، چې د ژوند ډېرې چارې د موبایل له لارې پر مخ ځي.

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست رئیس پاسوال حسیب الله مختار وایي: زمونږ موخه د ولس ګډ خدمت دی، او په دې برخه کې افغان ملي بانک زمونږ همکار پاتې شوی دی، دوی دي چې د هېواد په سطحه خدمتونه وړاندې کوي.

مختار زیاته کړه: د عصر سره سم مونږ برنامې لرو، چې د هغې جملې نه د ترافیک پولیسو په عمومي ریاست کې د افغان ملي بانک څانګه پرانیستل دي.

د نوموړي په وینا د امیر المؤمنین حفظه الله د یو څلوېښتم فرمان په اساس چې ولس ته خدمات اسانه او راضي یې وساتئ. د ولس او دولت ترمنځ کار په رڼه او منظمه توګه خدمت د کار پورې تړلی دی، چې په همدې موخه مو په ټول هېواد کې ټول ولس خدمت د ډېر زیار په اېستلو سره کړی دی تر څو دوی راضي وساتل شي.

 د حسیب الله مختار په وینا د مالۍې وزارت سره هم د هېودوالو ته د اسانتیا لپاره برېښنایي سیستم وصل کړ، چې ور سره د ورځې نږدې دوه زره مراجعه کوونکو ستونزې حل شوې. نو د دوی لپاره چې د ورځو پاتې کېدلو انتظار او په لینونو کې له جنجال څخه خلاص، د ریاست له دننه مو هېوادوالو ته دغه اسانتیا برابره کړله تر څو د وخت سره سم دغه خدمتونو ته لاسرسي ولري.

د مختار په وینا مونږ هڅه کوو چې خدمتونه د شعبو او دیموکراسۍ څخه راوباسو،  او تکنالوژۍ ته یې ور کړو، تر څو د عصر سره سم هېوادوالو مو له اسانتیاوو څخه برخمن شي. باید تېر زوړ سیستم له منځه لاړ شي او د عصر سره سم سیستم ته لاره هواره شي.

د پاسوال حسیب الله مختار په وینا د یو کال په اوږدو کې مو شپږ ملیارده عواید ټول کړي دي
زیارمل هوتک- اطلاعات.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن