
افغانستان
حقاني: افغان کډوالو ته مو سږ کال د حج ۱۰۰۰ سهميې ورکړې دي
د کډوالو وزير خليل الرحمن حقاني وايي، چې اسلامي امارت په بهرنيو هېوادونو کې میشتو افغان کډوالو ته د حج ۱۰۰۰ سهميې ورکړې دي.
د کډوالو وزير خليل الرحمن حقاني وايي، چې اسلامي امارت په بهرنيو هېوادونو کې میشتو افغان کډوالو ته د حج ۱۰۰۰ سهميې ورکړې دي.
د هغه په وينا، دغه سهمیه تر ډېره په پاکستان، ایران او يو شمېر نورو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو ته ورکول کېږي.
سرچينه زياتوي، چې شاوخوا پینځو زرو افغان کډوالو د حج سهميې غوښتنه ورڅخه کړې وه، خو دوی ېې زرو تنو ته د ونډې ورکولو فرصت برابر کړی.
د نوموړي په وينا، ياد شوي حج کوونکي به د پچې اچونې له لارې وټاکل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر خلک د افغانستان حاکم بشري او اقتصادي ناورين ته په کتو سره د حج کولو پر ځای له شتمنو د بېوزلو د لاسنيوي غوښت نه کوي.