افغانستان

د تاریخي اثارو له نندارتون جوړولو سره د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

  د اطلاعاتو او کلتور وزارت وړمه ورځ د موزیم نړیوالې ورځې نمانځنه او د مس عینک تاریخي اثارو د نندارتون پرانیسته وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وړمه ورځ د موزیم نړیوالې ورځې نمانځنه او د مس عینک تاریخي اثارو د نندارتون پرانیسته وکړه.

د دغه وزارت وزیر ملا خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې ووېیل، چې تاریخي آثار په یو ملت پورې ځانګړي نه دي او نه باید په سیاسي موضوعاتو پسې وتړل شي.

هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې تاریخي آثار د سیاستونو ښکار ونه ګرځوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معیین مولوي عتیق الله عزیزي ووېیل چې د هېواد د موزیمونو لپاره په یو لړ پلانونو کار روان دی چې د زون په سطحه او په ولایتونو کې به شته موزیمونه لا غني کړل شي.

د هغه په خبره ، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد تاریخي سیمو او اثارو د ساتنې لپاره لا ډېر کار شوی او ګڼ شمېر تاریخي اثار د قاچاق وړنکو له منګلو ژغورل شوي او د ځيني تاریخي سیمو د بیارغونې چارې دوام لري.

د غونډې په پای کې د مس عینک څخه را انتقال شوي تاریخي اثارو نندارتون پرانیسته هم وشوه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *