افغانستان

د چین ویزې غوښتونکي دې د انلاین ملاقاتونو پر مهال له دوکې ځانونه وساتي

په کابل کې د چین سفارت د دغه هېواد د ویزو غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ویزې غوښتنې پرمهال دې د انلاین ملاقاتونو پرمهال له دوکې څخه ځان وساتي.

په کابل کې د چین سفارت د دغه هېواد د ویزو غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې د ویزې غوښتنې پرمهال دې د انلاین ملاقاتونو پرمهال له دوکې څخه ځان وساتي.
دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د چین سفارت د ویزې د ملاقات سېسټم وړیا دی او سفارت به د ویزې د ملاقات تقرر فسخه نه کړي او نه به کومې منځګړې ادارې ته اجازه ورکړي، چې فورمه ډکه کړي، د ملاقات وخت ونیسي یا د هغې په استازیتوب د غوښتنلیک مواد وسپاري.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: د دې لپاره چې د دوکې څخه مخنیوی وشي، د ویزې غوښتونکي کولی شي “د چین د ویزې غوښتنلیک یادښتونه” سره سم په سمه توګه فورمه ډکه کړي، د ملاقات وخت ونیسي او مواد په خپل ځای کې وسپاري.
د سرچینې په وینا، که څوک د بل چا په استازيتوب فورمه ډکه کړي او د ملاقات وخت ونیسي، د ویزې د ملاقات تقرر لغوه کېدل او دې برخه کې به نورې رامنځته کېدونکې ستونزې خپله د شخص پر غاړه وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *