افغانستان

د کابل ښار  په شلمه ناحیه کې د یو فرعي سړک د بیارغونې چارې روانې دي

د ښاري اسانتياوو، ټرانسپورټ او د خلکو تګ را تګ په موخه د شلمې ناحيې په څلورم ۴ ګذر د قلعه تراب په سیمه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژې چوپړتیاوو د ادارې په مرسته د يو فرعي سړک د کانکرېټ اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې شي.

د ښاري اسانتياوو، ټرانسپورټ او د خلکو تګ را تګ په موخه د شلمې ناحيې په څلورم ۴ ګذر د قلعه تراب په سیمه کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژې چوپړتیاوو د ادارې په مرسته د يو فرعي سړک د کانکرېټ اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رياست د مسوولينو په وينا: چې ياد سړک ۷۶۰ متره اوږدوالی او ۳٫۵ مترو څخه تر ۴٫۵ مترو پورې سور لري چې د ۶۲۰ متره له ډبرو څخه په ګټو اخيستلو لښتی او درې کوچني پلونه هم په بر کې نيسي چې د کارې چارو په بشپړېدو سره

به د ځايي اوسېدونکو د ټرانسپورټ او تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

دې پروژه کې ګڼ شمېر ښاريان هم په کار بوخت دي چې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه پيدا کړي.

ګلاب الدين چې د دې پروژې يو تن کارمند دی وايي: ډېر خوښ يم چې د هر لوري د هېواد د بیا رغونې چارو خبرونه اورم او خپله هم ویاړم چې د رغونو پروژو يو تن غړی یم چې د هېواد په ابادۍ کې خپل رول تر ادا کوم.

د دې سيمې شپېته کلن رضا خان وايي: د تېرو څو کلونو راهسې په دې لاره د تګ راتګ پر وخت د ګڼو ستونزو سره مخامخ وو او په ډېر زحمت او اوږ سفر سره به د روغتيايي او نورو ځايونو ته رسېدلو، البته دا سفر د لارې د اوږدوالي له امله نه وه د لارې د خرابۍ له امله وه چې پکې مزل ډېر په سخته کېده، په ځانګړې ډول هغه وخت به لا ستونزمن وه چې واورې او يا به باران ورېده، د اسلامي امارت د مشرانو څخه يوه نړۍ مننه چې د ملت ستونزو د هوارولو لپاره شپه او ورځ نه ستړي کېدونکې ګامونه اخلي‌.

دې سړک د جوړولو سره به د يادې سيمې ټول اوسېدونکي د ټرانسپورټ، ښاري اسانتياوو او وخت په سپمولو کې د ستونزو سره لاس او ګرېوان نه وي.

زیار مل هوتک – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *