سیاسی

د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ستونزه له افغانستان سره پر رغنده چلند حلېږي

د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب ترسره شو.

حمزه
د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب ترسره شو.
د باختر آژانس مبصر لیکي: د دوحې غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتریش په کوربه توب د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې؛ دا په داسې حال کې پلان شوی چې افغانستان له یو شمېر هغو ستونزو سره مخ دی چې زیاتره یې د بهرنیو هېوادونو د مداخلې پایله ده.
ستونزه دا ده، چې اسلامي امارت د هغو ارزښتونو د ساتنې په فکر کې دی چې ورته لومړیتوب ورکوي، په داسې حال کې چې دغه ارزښت ته د نړیوالې ټولنې له لوري داسې دلایل ورکول کېږي، چې د توجیه وړ نه وي او یو شمېر هیوادونه په دې لټه کې دي چې د نړیوالو بنسټونو د جوړولو له لارې د افغانستان اوسنی نظام تر فشارلاندې راولي.
د افغانستان د تېرو دوو کلونو وضعيت ښايي، چې د دغه هېواد خلک په بېلابېلو نومونو او پلمو له سياسي ځورونو سره مخ دي.
دا د دې لپاره چې موجوده نظام ته امتیاز ور نه کړي او په افغانستان کې د سیمې او بهر د ښکېلو هېوادونو د مداخلې او پلانونو لپاره لاره پرانيستل شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت او مکلفیت درک کوي او د ترلاسه شوي ارزښت په دفاع کې به هېڅ ډول پاتې رانه شي.
ویل شوي په دې غونډه کې به د اسلامي امارت د سیاستونو او د هغې د بدلونونو په اړه د نړیوالو اندېښنو په اړه خبرې شوی، خو دې غونډې ته د اسلامي امارت استازي نه دي بلل شوي.
د اسلامي امارت موخه د افغانستان په اړه د بین الافغاني تعامل پیاوړتیا ده، د دا ډول غونډو ترسره کول که هر اړخیزې او بشپړې وي، کولای شي د دواړو لوریو له خوا په معقول انعطاف او رغنده تعامل کې تلپاتې لارې چارې ومومي.
د خلکو تمه دا ده چې له افغانستان سره د هېوادونو دریځ باید رغنده وي.
که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په اړه زیاتې غونډې شوې؛ خو ګډون کوونکو هېوادونو تل په دغه شان غونډو کې د اسلامي امارت پر وړاندې په دوو متضادو نظرونو سره ګډون کړی دی.
ځینې پر اسلامي امارت د زیات فشار غوښتنه کوي او ځینې غواړي په افغانستان کې له نوي نظام سره د تعامل او همکارۍ زمینه برابره کړي.
د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې دوه مخیتوب ستونزې زیاتې کړې؛ د دا ډول دوه مخیتوب موخه له اسلامي امارت څخه د امتیازاتو ترلاسه کول او له اسلامي امارت سره متقابل تعامل کم په پام کې نیول شوی دی .
په داسې حال کې چې متقابل عمل او د اسلامي امارت پر وړاندې د معقولې حل لارې تعقیبول په افغانستان کې د اوسنی نظام د مسوولیت منلو په برخه کې زیاته مرسته کوي، خو محدود عمل د ستونزو د حل لاره نه ده.
په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د یو شمېر هېوادونو چلند ښيي چې سترې ستراتیژیکې ګټې مطرح دي.
زیاتره هېوادونه په همدې لور روان دي او دا د افغانستان مسئلې ته معقوله لار نه شي کېدای، ښه به دا وي چې د افغانستان په اړه د واقعیت پر بنسټ مخکې لاړ شو.
تمه ده هغه کسان چې په دوحه کې راټول شوي؛ دا ټکي په پام کې نیولی وی او د افغانستان په اړه رغنده چلند کړی وی ترڅو د ستونزو لاره لنډه او آسانه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *