سیاسی

د روسيې د دفاع وزير سېرګيي شویګو څرګندونې ردوو

د روسيې د دفاع وزير سېرګيي شویګو څرګندونې د حیرانتیا وړ دي او د افغانستان اسلامي امارت يې په کلکه ردوي. ده د تل په څېر بيا هم هڅه کړې، چې پر حقيقت سترګې پټې کړي او د خپلو ناوړو موخو لپاره پلمه ولټوي او پر افغانانو تورونه پورې کړي. دا څرګندونې په اصل کې هېڅ بنسټ نه لري او د خندا وړ دي او افغانان نه يوازې دا څرګندونې غندي، بلکې لويه غوښتنه يې هم دا ده، چې د سيمې او نړۍ په ځانګړې توګه د روسيې چارواکي له دا ډول څرګندونو لاس واخلي!

حمزه
د روسيې د دفاع وزير سېرګيي شویګو څرګندونې د حیرانتیا وړ دي او د افغانستان اسلامي امارت يې په کلکه ردوي. ده د تل په څېر بيا هم هڅه کړې، چې پر حقيقت سترګې پټې کړي او د خپلو ناوړو موخو لپاره پلمه ولټوي او پر افغانانو تورونه پورې کړي. دا څرګندونې په اصل کې هېڅ بنسټ نه لري او د خندا وړ دي او افغانان نه يوازې دا څرګندونې غندي، بلکې لويه غوښتنه يې هم دا ده، چې د سيمې او نړۍ په ځانګړې توګه د روسيې چارواکي له دا ډول څرګندونو لاس واخلي!
له ډېره بده مرغه د روسيې د دفاع وزير سېرګيي شویګو په هند کې تور پورې کړی، چې ګنې له افغانستانه يې هېواد په خطر کې دی؟ ده د هند په پلازمېنه ډیلي کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې وېیلي وو، افغانستان کې دېره وسلوالو ډلو د منځنۍ اسیا هېوادو کې فعالیتونه پراخ کړي دي.
نوموړي اندېښنه ښودلې وه، چې د القاعدې غوندې وسلوالې ډلې په منځنۍ اسیا کې د خپل اغېز د ډېرولو په لټه دي. د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی و، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو کې د وضعیت خرابېدو لاملونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي شویګو وېیلي وو، چې د داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښايي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.
خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغو څرګندونو ته په ځواب کې وېيلي، چې د افغانستان امنيت له بهره خرابېږي او په افغانستان کې څو وروستۍ امنیتي پېښې هم د بهرنیو اتباع لخوا شوې دي. نوموړی وايي، “د ناامنیو دا پېښې ایجابوي، چې حکومتونه خپل مسولیتونه وپېژني.” هغه په همداسې حالت کې له بهرنیو په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو غوښتي، د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي، چې د “ورانکارو پېښو” لپاره افغانستان ته دننه کېدو هڅه کوي.
د روسيې چارواکي په داسې حال کې تورونه پورې کوي، چې د افغانستان په وروستیو پېښو کې د تاجکستان او اذربایجان وګړي ښکېل وو.
له همدې امله د اسلامي امارت په اعلامیه کې د روسیې د حکومت دا څرګندونې رد کړې چې ګنې، وسله والې ډلې له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
د اسلامي امارت په اعلاميه کې راغلي: “د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په بشپړ قاطعیت سره په افغانستان کې د داعش فتنه ګرې ډلې پاتې شوني تصفیه کړي.”
بلخوا دا یوازې روسیه نه ده، چې پر افغانستان دا ډول تورونه پورې کوي، بلکې د پاکستان حکومت هم په کراتو تور پورې کړی، چې ګنې د پاکستاني طالبانو مشران د اسلامي امارت تر واک لاندې په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې نا امني جوړوي.
که د افغانستان څه کم پنځوس کلنې نامنۍ ته پام وکړو، نو له بهره سرچينه اخلي، له بده مرغه د افغانستان جګړه، دسيمې او نړۍ په تېره بيا د يو شمېر ګاونډيانو پر ګټه تمامه شوې او اوس هم هڅې دا دي، چې افغانستان له بهره ناارام کړل شي او يا هم په افغانستان کې د بهرنۍ مداخلې لپاره پلمه ولټول شي، لکه روسيه يې چې لټوي.
روسيې د تاريخ په اوږدو کې د خپلو ناوړو ګټو لپاره پلمه لټولې چې ګنې له افغانستانه په خطر کې ده، آن شوروي اتحاد چې پر افغانستان د يرغل لپاره همدا پلمه ځان ته جوړه کړې وه، نن هم روسيه داسې پلمه لټوي. دا په داسې حال کې ده چې د روسيې د نېغ په نېغه مداخلې له امله څلور نيمې لسيزې په افغانستان کې د وينو تويېدا لامل شو.
روسيه دې نه يوازې په افغانستان کې له خپلې شرمناکې ماتې عبرت واخلي، بلکې له دا ډول پوچو او ناسمو څرګندونو دې هم لاس په سر شي.
روسيې او بل هر مداخله ګر هېواد ته موږ دا وريادوو، چې د افغانستان په سوله او ثبات کې د سيمې او نړۍ سوله او ثبات نغښتی دی. اوس د نړۍ پرمختګ په دوه اړخيړه همکارۍ پورې نښتی دی، دا همکاري بايد پيل او بيا داسې پخه کړل شي، چې د سيمې ولسونه د آرام ساه واخلي او د پرختګ لپاره مټې بډوهي. خو د بل په چارو کې د مداخلو پايله سخته خطرناکه ده چې روسيې دا په ښه توګه تجربه کړې هم ده!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *