سخن انیس

پلمه ييز تورونه بايد بند شي

نوي نه ده چې يوشمير هېوادونه د اسلامي امارت لاس ته راوړني کم رنګه ګڼي او ځانونه دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو په خاطر نانګاره کوي. ښه به وي چې ځيني وړاندويني او څرګندوني د واقعيتونو له مخي وشي خو په خواشيني سره ويلي شو چې ځيني هېوادونه بيا يوازي او يوازي دخپلو ګټو پربنسټ څرګندوني کوي چې له واقعيت څخه لري وي.

نوي نه ده چې يوشمير هېوادونه د اسلامي امارت لاس ته راوړني کم رنګه ګڼي او ځانونه دخپلو ناوړه موخو دترلاسه کولو په خاطر نانګاره کوي. ښه به وي چې ځيني وړاندويني او څرګندوني د واقعيتونو له مخي وشي خو په خواشيني سره ويلي شو چې ځيني هېوادونه بيا يوازي او يوازي دخپلو ګټو پربنسټ څرګندوني کوي چې له واقعيت څخه لري وي. دا ډول ناوړه څرګندوني چې دهېوادونو ترمنځ بي باوري رامنځ ته کوي په ژوره توګه وڅيړل شي ځکه ديوه مسؤل کس څخه په نړيواله کچه داسي حرګندوني چې تبليغاتي جنبه ولري مناسب کارنه پريښي ښه به وي چې دحکومتونو مسؤلين دتورلګوني پرمهال ښه سوچ وکړي ترڅو د اړیکو د زیانمن کیدو پرځای د پراختيا لامل وګرځي. د روسي د دفاع د وزير وروستي څرګندوني چې دمنځني آسيا هېوادوته د افغانستان له خوا ترهګرييزي ګواښووني رامنځ ته کيږي له واقعيت څخه ځکه لري دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک را وروسته هغه ډلي ځپل شوي چې ګواښ او ويره اچونه يې رامنځ ته کوله. دسيمي او نړۍ هېوادونو ته څرګنده شوي اوپه دي ښه پوهيږي چې اسلامي امارت په سيمه کې سراسري او تل پاتي امنيت رامنځ ته کړي او شراچونکي ډلي له منځه تللي دي. دسيمي هېوادونه بايد په افغانستان کې شته امنيت ته په سرسري نظر ونه ګوري ځکه د اوسني امنيت خونديتوب او دخوارجوله منځه وړل څه آسانه خبره نه وه. هيله ده چې مناسب قضاوت وشي او په افغانستان کې دتيرو شلو کلونو دواکمني پرمهال امنيت او د اسلامي امارت واک ته درسيدو را وروسته د امنيت تامین سره پرتله شي. افغانانو دخو د الله(ج) څخه دشکرپه ادا کولو سره د اسلامي امارت سره دملاتړ په ترڅنګ خوشحاله او خوښ دي چې د افغانانو په مرګ ژوبله کې دپام ورکمي رامنځ ته شوي اوهيڅ داسي ناوړه زړه بوګنونګي پيښي نه دي رامنځ ته شوي چې دهېوادوالو د اوږد مهاله انديښنو وړوګرځي اوس دخداي(ج) په فضل او د اسلامي امارت دمجاهدينو په سرښندني په ټول هېواد کې امنيت تامين شوي او هيڅ داسي جګړه غوښتونکي ډلي چې دسيمي دهېوادونو د امنيت دګواښووني لامل وګرځي شتون نه لري.
غوره به وي چې د روسيې په څير انديښمن هېوادونه خپلي انديښني د اسلامي امارت دمسؤلينو سره په مخامخ خبرو اتروکې شریکي کړي ترڅو د را پيدا شويو انديښنو درغاوني په هکله ګډي هڅي پيل شي ځکه دسيمي د امنيت تامين او خونديتوب چې اسلامي امارت ته لومړيتوب لري بايد په وړاندي يې دتورو نو د لگولو پرځاي دمرستي او همغږي لاس راوغزول شي ترڅو دنيمګړتياو په له منځه وړوکې ګټور تمام شي.
اسلامي امارت په وار وار څرګنده کړي چې غيري مسؤلي وسله والي ډلي په افغانستان کې د را ټوليدو ځاي ذګي نه لري اوهيڅ وسله واله ډله به ددي توان ونه لري چې د اسلامي امارت په شتون کې د افغانستان له خاوري نورو هېوادوته دګواښ او امنيتي ستونزو د را پيدا کيدو لامل وګرځي. نوښه به وي چې دبيلګيزو تورونو پرته دپلمه ييزوتورونو څخه لاس واخستل شي او د اسلامي امارت سره د اړيکو د پيوند په پياوړتيا او پراختيا فکر وشي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *