افغانستان

په نېشه روږدو راغونډو کړل شويو کسانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

چارواکي وایي په کابل او ولایتونو کې راغونډو شويو ۸۵ زره په نېشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه په دا ډول کوي، چې په ټولنه کې ور ګډ (مدغم) او بیا روږدي نه شي.

چارواکي وایي په کابل او ولایتونو کې راغونډو شويو ۸۵ زره په نېشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه په دا ډول کوي، چې په ټولنه کې ور ګډ (مدغم) او بیا روږدي نه شي.
روغتیاپالان، چې ددغو روږدو کسانو درملنه کوي وایي دا ځل له درملنې ور ها خوا له رواني پلوه روزل کېږي او له یوه نوي ذهنیت سره ټولنې ته وړاندې کېږي.
چارواکي وایي دغو کسانو ته په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو حرفو د زدکړو پروګرامونه هم پیلېږي، چې تر دغه زدکړو وروسته به د دندو موندلو کې هم ورسره مرسته
کوي.
د پکتیا اوسېدونکی ۳۲ کلن محمد صادق څه باندې ۱۳ کاله په بېلابېلو نېشه یي توکو روږدی و اوس له اعتیاد نه د خلاصون په یوه مرکز کې یې درملنه کېږي.صادق وایي تر روږدېدو وروسته یې کورنۍ مخ ترې واړاوه او له کوره یې وشاړه، چې دده په خبره شاوخوا لس کلونه یې پر تړو او غارونو کې تېر کړل.
نوموړي د هغو توکو د رانیولو لپاره هره ورځ له دوو نه تر ۵۰۰ افغانیو پورې لګولې، چې دده په باور خپل آرمېښت یې په کې لیده، سره له دې، چې یو ځل یې د خلاصون ناکامه هڅه هم کړې وه.
“لومړی مي تریاک خوړل ددې لپاره، چې له دغه نشې ځان خلاص کړم روغتون ته لاړم هلته مي له نورو روږدو کسانو سره ملګرتیا شوه او هر یوه به د بېلابېلو نشو کیسې او کیفیت راته بیاناوه، کله چې له درېیوو میاشتو وروسته له روغتون راووتلم نو لومړی مې د شیشې د څکولو هڅه وکړه او بیا پرې روږدی شوم تر څنګ یې وزګارتیا بله ستونزه ده، چې رغېدلی کس بېرته په نېشه یي توکو روږدی کېږي”.
صادق له اوسنیو چارواکو غواړي، چې د نېشه یي توکو د پلورونکو مخه په کلکه ونیسي، ځکه د نوموړی په باور دده او نورو د بدبختیو سرچینه همدا کسان دي.
د کورنیو چارو وزارت د نېشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معیينیت وایي ددغو روږدو کسانو د درملنې او روزنې لپاره یې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت یو مرکز جوړ کړی دی.
ددغې ادارې مشر ملا عبدالحق همکار وایي یاد مرکز کې یې د روږدو کسانو د رغاونې لپاره داسې پروګرام پیل کړی، چې دده په ټکو بیا ځلې به نېشه یې توکو ته مخ نه کړي.
“د ژمي په موسم کې مو په نېشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره یو ځانګړی کمپاین پیل کړ، ځکه موږ اندېښمن وو چې د سړې هوا له امله به د دوی ډېری له منځه ولاړ شي، ځکه دوی د پُل سوخته، سرای شمالي او کمپنۍ په سیمو کې اوسېدل. په دغه کمپاین کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کسان راټول او خوندي ځایونو ته انتقال او درملنه یې پیل شوه، تر څنګ یې یو بل پروګرام چې په پام کې نیول شوی د ۱۲ وزارتونه په همکارۍ دغه کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو، تعلیم او تربیې ، دیني مسايلو او نورو برخو کې روزنه ورکول کیږي ، دا ټول ددې لپاره ، چې دغه کسانو سم ورغیږي او بیا نېشه یې توکو ته مخ نه کړي.”
ښاغلی همکار زیاتوي واک ته د دوی له رسېدو راوروسته یې په ټول افغانستان کې یې ۸۵ زره معتادین راغونډ کړي، چې شاوخوا ۱۷ زره یې په تېر ژمي کې راغونډ شوي دي.
نوموړی همداراز وایي اوس مهال د کابل ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي او آغوش حمایوي مرکز کې د شاوخوا ۷۰۰۰ روږدو کسانو درملنه او پالنه کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو له هغه ادارو څخه دی، چې روږدو کسانو ته د حرفوي زدکړو برخه کې همکاري کوي.
ددغې ادارې د نشرانو د مشر محمد یونس صدیقي په وینا روږدو کسانو ته یې د حرفوي زدکړو څلور میاشتنی پروګرام راپیل کړی دی: “کله چې د روغتیا وزارت له خوا دوی له اعتیاد نه خلاصیږي بیا یې موږ ته معرفي کوي او موږ بېلابېلو برخو لکه نجاري، پایپ کاري، برق او داسې نورو برخو کې روزنه ورکوو.” ښاغلی صدیقي وایي معتادینو ته د حرفوی زدکړو پروګرام د هېواد په کچه د حرفوي زدکړو په ۴۵ مرکزونو کې روان دی.
په کابل کې د روږدو کسانو په درملنه بوخت روغتیاپالان وایي نېشه یي توکو ته د آسانه لاسرسي او بې روزګارۍ تر څنګ د ټولنې او کورنیو بې باوري هغه لامل دی، چې ممکن یو رغېدلی کس بېرته نشو ته وګرځي.
د آغوش په نوم د معتادینو د ساتنې او روزنې د ۵ زره بستریز مرکز مشر ډاکټر شمس الرحمان منهاج وایي یاد مرکز کې د درملنې ترڅنګ روږدو کسانو ته د روحي او رواني فشارونو نه د خلاصون، په ټولنه او کورنۍ کي د ژوند لارې او مهارتونه ورښودل کېږي. “ارواپوهان له دوی سره مرسته کوي تر څو په ټولنه کې ورګډ شي، د روږدویتوب له سختو ورځو نه څه زدکړه وکړي او د نېشه يي توکو له استعمال څخه د مخنیوي لارې چارې ور ښودل کېږي، دیني عالمان دوی ته د اسلام له نظره د نېشه یي توکو د زیانونو په اړه زدکړه ورکوي او همدارنګه د کورنۍ، مور او پلار، مېرمني حقوق او ټولنه کې ددوی مسولیت ورته ښودل کیږي، کله چې دوی د دې مسلو په اړه خبر شي، دا خلک پوهېږي چې دوی څه ډول مسؤلیتونه لري او څنګه باید بېرته خپلو ټولنو او کورنیو ته ستانه شي، رواني مشاورین هم ورسره کار کوي.”
ښاغلی منهاج وایي نېشه یې توکو کارولو ته د بیا نه ګرځېدو برخه کې کورنۍ هم خورا مهم رول لري، چې دې برخه کې هم د نوموړي په خبره د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.
د کورنیو چارو وزارت د نېشه‌‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معیینیت اړوند “آغوش” حمایوي مرکز نه همدا تېره اوونۍ ۵۰۰ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته سپارل شوي.
دغه اداره وایي دا هغه کسان وو، چې بېلابېل مهارتونه او حرفې یې زده وې او د کورنیو د پرله پسې غوښتونو پر بنسټ یې رخصت کړي، خو دغه کسان اړ دي، چې پنځلسو ورځو کې دوی ته حاضري ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *