افغانستان

په کندهار کې د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د پسونو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي، چي له لارې به یې شاوخوا زر کسان په کار وګومارل شي.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولین وايي، چې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې د پسونو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي، چي له لارې به یې شاوخوا زر کسان په کار وګومارل شي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو محصولاتو آمر مولوي شمس الرحمن موسی باختر آژانس ته وویل، چي د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د D C A موسسې په مالي لګښت په ارغنداب، معروف، خاکرېز، پنجوایي، میوند، تخته پل، ژړۍ او شاولیکوټ ولسوالیو کې د پسونو او وزو د وړیو راټولولو مرکزونه جوړېږي.
موسی زیاته کړه، چې دا لومړی ځل دی، چې په ولسوالیو کې خلکو ته په دغه برخه کې د کار زمنیه برابرېږي او تر څنګ به یې د مالدارانو او کوچیانو د پسونو او وزو وړۍ په ښه بیه خرڅېږي.
هغه وویل، چې په یادو مرکزونو کې وړۍ راټولېږي او وروسته د نساجي فابریکې ته د بسته بندۍ لپاره استول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *