سخن انیس

د اسلامي امارت سره تعامل د نړۍ په ګټه دي

د يو شمېر خودغرضه او لوي غوښتونکو هېوادو ناوړه ګټو د خونديتوب له پاره د اسلامي امارت په وړاندي د فشارونو او بنديزونو لړۍ چې تردي دمه روانه ده هيڅ ډول لاس ته راوړني يي ترلاسه نه کړي. ځکه اسلامي امارت د يوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه پلمييزو فشارونو او بنديزونو ته غاړه نه ده ايښي او د چارو د سمبالښت له پاره يي مناسبې لارې لټولي دي. هغوي چې فشار او بنديزونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لامل ګڼي تر اوسه يې موخي نه دي ترلاسه کړي.

د يو شمېر خودغرضه او لوي غوښتونکو هېوادو ناوړه ګټو د خونديتوب له پاره د اسلامي امارت په وړاندي د فشارونو او بنديزونو لړۍ چې تردي دمه روانه ده هيڅ ډول لاس ته راوړني يي ترلاسه نه کړي. ځکه اسلامي امارت د يوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه پلمييزو فشارونو او بنديزونو ته غاړه نه ده ايښي او د چارو د سمبالښت له پاره يي مناسبې لارې لټولي دي. هغوي چې فشار او بنديزونه د خپلو موخو د ترلاسه کولو لامل ګڼي تر اوسه يې موخي نه دي ترلاسه کړي. ځکه اسلامي امارت د خپل مظبوط او سپيڅلي دريځ له مخي توانيدلي چې په ډيره لږه موده کې د اشغالګرو څخه د راپاتي شويو ستونزو د رغاوني له پاره لار ومومي او هېواد د اوسني اړمن بهير څخه وباسي. هېوادوال چې د تېرو فاسدو رژيمونو ناخوالي او د بهرنيو اشغالګرو هېوادو راپاتي شوي اقتصادي ستونزي ويني د خپلې کرکې د څرګندونو ترڅنګ په پوره او هميشني حوصله مندي سره د اسلامي امارت سره د ملاتړ ترڅنګ د هېواد په بيارغاونه کې برخه اخلي. ډاډمن هېوادوال د اسلامي امارت په وړاندي د شتو ستونزو سره سره د يو لړ ستراتيژيکو پروژو د تمويل له پاره د لارو لټون غوره ګڼي او د هېواد د پرمختيا او ځان بسیايني له پاره يي اړين بولي. خو يو شمېر د هېواد او پرمختګ دښمنان چې د هېواد خپلواکې او پرمختګ نه شي زغملي په ډيرو ناوړه او بي ځايه تبليغاتو سره هڅه کوي چې د پرمختګ په وړاندي خڼډونه راپيدا کړي. خو د اسلامي امارت مسئولين په کور دننه او بهر د ډنډورچېانو خبري او تبليغات بي ارزښته ګڼي هڅه کوي چې ناوړه تبليغات د لاس ته راوړنو خڼډ، ونه ګرځي. همدا اوس په هېواد کې د اقتصادي بنديزونو سره سره نيمګړي راپاتي شوي پروژي د جوړيدو په حال کې دي او د هېوادوالو د لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د هغو تشو او نيمګړتياوو په رغاونه بوخت دي کوم چې د تيرو واکمنانو له خوا راپاتي شوي دي.
اسلامي امارت چې د نړيوالو بنديزونو سره مخامخ دي وتوانېده چې د ځينو هېوادو سره د ديپلوماتيکو اړيکو ټينګيدل پيل شوي هڅه کېږي چې د لاس وهونکو هېوادو د لاس وهني ترڅنګ د نورو هېوادو سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګي کړي ترڅو په نړيواله کچه د باور فضا رامنځ ته شي. لري نه ده چې نړيوال به په خپل دريځ فکر وکړي او د اسلامي امارت پر وړاندوينو به غور وشي. تمه ده د اسلامي امارت په وړاندي د باور فضا په پراخيدو ده ځکه چې يو شمير هېوادونه د هغو هېوادو له دريځ مخالف دي کوم چې د اسلامي امارت سره د تعامل لار نه غوره کوي، د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په غير علني غونډه کې چې د افغانستان د حالاتو په هکله ورباندې خبرې کېدي روسیې، چېن او پاکستان په څرګنده توګه ويلي چې نړيوال دي د اسلامي امارت سره د تعامل لار غوره کړي ځکه فشار او بنديزونه هيڅ ډول لاس ته راوړنې نه شي ترلاسه کولي.
دا په داسي حال کې ده چې تردي دمه د يوشمير هېوادو فشار او بنديزونو د اسلامي امارت په لاس ته راوړنو منفي اغيز نه دي شيندلي او د هري ورځي په تيريدو سره نيمګړتياوي او ستونزي په رغيدو دي. ښه به وي چې لاس وهونکې هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د روس، چېن او پاکستان د دريځ څخه ملاتړ وکړي او د بي ځايه فشارونو او بنديزونو څخه لاس په سر شي اسلامي امارت د يوه ژمن او متحد هېواد په توګه د نړيوالو سره د متوازن تعامل غوښتونکې دي هيله ده چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د يوه غړي هېواد په توګه ورسره ناوړه او د پلمو ډکو کړنو څخه ځان وژغورل شي ترڅو دښه تعامل له پاره لار هواره او د باور فضا رامنځ ته شي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *