افغانستان

په مزارشريف کې د روسيې قونسلګري بيا فعاله شوه

د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې، په مزارشریف کې د روسیې قونسلګرۍ بیا فعالیت پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې، په مزارشریف کې د روسیې قونسلګرۍ بیا فعالیت پیل کړی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابولوف وړمه ورځ تاس خبري اژانس ته وېیلي وو، په مزارشریف کې د روسیې د قونسلګرۍ مخکې کار پیل کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پرون په غږیز پیغام کې دا خبر تایید کړی دی.
نوموړي وېيلي: «د روسیې تخنیکي ډلې څو میاشتې مخکې قونسلګرۍ ته رسېدلې وې،د دې لپاره چې هلته قونسلي خدماتو د بیا پیل لپاره زمینه برابره کړي او هغه تخنیکي کارونه چې پاتې دي پر مخ یوسي.»
اسلامي امارت په وروستیوو کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه یا قونسلګرۍ د تر لاسه کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *